Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میدان وردګ کې د بهرنیو ځواکونو عملیاتو پر مهال قرباني شوې کورنۍ عدالت غواړي

د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د قربانیانو د یوې کورنۍ غړي له نړیوالو محکمو او بشر حقونو د عدالت غوښتنه کوي.

د چک ولسوالۍ اوسېدونکی شمس الرحمان وایي، په ۲۰۱۶ کال کې یې د بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې وریندار، اینګور او لمسۍ ووژل شول او د دوو ماشومانو په ګډون د کورنۍ څلور نور غړي یې ټپیان شول.

نوموړی یاده پېښه یو جنګي جنایت بولي او له نړیوالو محکمو او د بشري حقونو بنسټونو د عدالت غوښتنه کوي.

د قربانیانو د کورنۍ غړی شمس‌الرحمان وايي: «دلته چې کله راغلل، ویل دلته طالبان دي، څنګه چې دوی ورته دروازې پرانیستلې، وې ویشتل، په اولې مرحلې سره یې وویشتل.»

د قربانیانو د کورنۍ غړی حجت‌الله وايي: «زه چې کله خبر شوم، راغلم، ویل په کور کې چاپه ده، زموږ په کور کې یې درې زنانه شهیدانې کړې وې، څلور ټپیان وو.»

د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړی حرم دل وايي: «موږ له ملګرو ملتونو او نړۍوالۍ محکمې نه د دوی محاکمه کول غواړو او باید زموږ زیانونه راکړل شي.»

نه یوازې د شمس‌الرحمان کورنۍ؛ بلکې په‌دې ولایت کې ډېری داسې نورې کورنۍ هم شته چې په تېره شل کلنه جګړه کې یې خپل خپلوان وژل شوي او دا مهال په خورا سخت اقتصادي وضعیت کې ژوندی تېروي.

د میدان وردګو اوسېدونکی اکرام‌الله وايي: «د جګړو له لاسه ډېری کسان ژوبل شوي دي، که هغه له اقتصادي اړخه دي او که مالي زیانونه یې لېدلي دي، که له هر اړخه دي، خو دوی ډېر زیات زیانمن شوي دي.»

د ميدان وردګو یو بل اوسېدونکی نثار احمد وايي: «د شل کلنې جګړې پر مهال د میدان وردګ ولایت خلکو ډېر زیانونه او ستونزې لېدلي دي، له اسلامي امارته او نړیوالو بنسټونو څخه مو غوښتنه ده چې دوی ته خپل حق ورکړي او مرسته ورسره وکړي.»

ورته مهال د میدان وردګو والي وایي، د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې سلګونه عام وګړي وژل شوي چې د شمېرو له را ټولولو وروسته به د قربانیانو له کورنیو سره مرستې وشي.

د ميدان وردګو والي بختيار معاذ وايي: «په تېرو شلو کلونو کې بهرنیو ځواکونو په میدان وردګ ولایت کې بې‌سارې چاپې وهلي دي، ملکیان یې شهیدان کړي، له دوی سره اسلامي امارت مرستې هم کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د اسټرالیا د دفاع وزیر په افغانستان کې د دې هېواد د ځواکونو له لوري د جنګي جنایتونو د ارزونې او قربانیانو ته یې د غرامت د ورکړې خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه