د ميدان وردګ ولایت یو شمېر اوسېدونکي د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کوي.
دوی زیاتوي، له خورا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې لاسنیوی یې وشي.
د میدانو وردګو اوسېدونکې عايشه چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرسته ده وايي، په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
نوموړې زیاتوي، د کورنۍ ډېرې اړتیاوې یې د مرستندویه بنسټونو په مرستو پوره کولې، خو په وروستیو کې د یو شمېر دغو بنسټونو د کار ځنډېدو له امله یې اقتصادي ستونزې خورا زیاتې شوې دي.
عایشه پهدې اړه له طلوعنیوز سره په خبرو کې وايي: «په کرایي کور کې یوو، د کرایې، برېښنا او لرګیو پیسې نهلرو.»
د ميدان وردګو اوسېدونکی فضلالرحمان وايي: «اوس خو کار نهشته. هر څه ته اړتیا لرو. مرستې ته اړتیا لرو، ځکه نه خوراک ته څه لرو او د ژمي لپاره څه راسره شته.»
ورته مهال، د میدان وردګو یو شمیر نور اوسیدونکي د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کوي.
د ميدان وردګو اوسېدونکی عزت الله زیاتوي: «له نړیوالې ټولنې مو دا غوښتنه ده چې دوی دې خپلې مرستې خنډ نه ګرځوي او د افغانستان له مظلوم ملت سره دې خپلې مرستې جاري وساتي.»
د ميدان وردګو اوسېدونکی محمد نعیم وايي: «له اسلامي اماته مې دا غوښتنه ده چې د مرستندویه ادارو کارکوونکي بند نهکړي او له بنسټونو مې دا غوښتنه ده چې له غریب ملت سره مرسته وکړي.»
د میدان وردګو اوسېدونکی سيد محمد وايي: «له موسسو مو غوښتنه ده چې مرسته وکړي، ځکه د افغانستان خلک ډېر غریب، بېچاره او مظلوم دي.»
بلخوا، سیمهییز مسوولان د یادو اړمنو کورنیو ستونزنې مني او دغو ستونزو ته د رسېدو په پار د هلو ځلو خبر ورکوي.
د ميدان وردګو ولايت مقام د دفتر رييس احمدالله نظامي وايي: «کوښښ کوو چې د دولت یا خیریه بنسټونو له لارې او د دولت د بوجې له لارې د دوی ستونزې له نږدې وګورو او حل یې کړو.»
په وروستيو کې په بهرنیو او کورنیو بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په غبرګون کې یو شمېر بنسټونو خپل فعالیتونه په ټپه درولي چې له امله یې په هېواد کې له اړمنو کورنیو سره د مرستو بهیر ټکنی شوی دی.
په دې اړه مو اندونه