Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ټاکنو کمېسیون کې د ازموینې د ترسراوي پر چارچلند نیوکې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي او ځینو نورو رییسانو په ازموینه کې یو کس ته د درېیو ریاستونو د ازموینې څوکۍ اېښودل شوې وې.

په دې ازموینه کې عبدالرحیم نوښتیار ته د درېیو ریاستونو د ازموینې څوکۍ ایښودل شوې وې.

د ازموینې یو شمېر ګډونوال د دې بهیر پر روښانتیا اندېښنه لري او زیاتوي درېیو ریاستونو ته د یو کس غوره کېدل ناقانونه عمل دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اتو ولایتونو د ریاستونو او د دې بنسټ د مرکزي دفتر د شپږو ریاستونو لپاره د کسانو د ګمارلو په موخه آزموینه واخیسته. خو په آزموینه کې ګډون کوونکي په ساعتونو انتظار له امله پر دغه بنسټ نیوکه کوي.

په دغې ازموینه کې یو ګډونوال برهان الدین نیک فطرت په دې اړه وویل:«موږ یې د کهیځ ۹ بجو غوښتي وو، د ازموینې وقت مالوم نه دی اوس چې له یوې بجې تېرېدي څرګنده نه ده چې ولې ازموینه نه اخیستل کېږي.»

د آزموینې یو شمیر برخوال د دغه بهیر د روڼتیا په اړه انديښمن دي خو د کمرې په وړاندې له څه ویلو ډډه کوي.

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ د څېړنې د څانګې مسوول عزت الله ادیب په دې اړه وویل:«له تخنیکي پلوه دا کار سم نه دی ځکه چې یوکس نهشي کولای په درې برخو کې تخصص او تجربه ولري او کار وکړای شي. دا چې په یوې ازموینه کې د یوه کس لپاره درې څوکۍ اېښودل شوې وې ښه به دا وه چې درې واړه څوکۍ ورته ورکړي ترڅو یو یو ساعت ولاړ شي او په درې واړو څوکیو کې کار وکړي.»

په دې ځاي کې د عبدالرحیم نوښتیار لپاره چې اوس د دغه بنسټ د بهرنیو اړیکو ریاست سرپرست دی او د ملګروملتو لخوا د دې بنسټ د یوې بهرنۍ سلاکارې په ځورولو تورن دی درې چوکۍ ایښودل شوې دي ترڅو د یوه دغه ریاست په ترلاسه کولو کې سیالي وکړي.

د ولسي جرګې غړی ګل احمد اعظیمي هم په دې اړه وویل:«د خلکو لپاره اړینه ده چې کمېسیون د خلکو لپاره روڼتیا رامنځته کړي او دا کار چې نن یې ترسره کړئ د ټاکنو او کمېسیون راتلونکي لپاره ټکان ورکوونکی دی.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د دې آزموینې پر روڼتیا باور نه‎لري، پر ټاکنو د څارونکو ادارو د څېړنو له مخې کمېسیون په دغه آزموینه کې آن هغه کسان شامل کړي چې نومونه یې په لومړي غوره شوي نوملړ کې نشته.

د فیفا بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه وویل:«د ازموینې په بهیر کې ډېرې ستونزې شته، موږ وموندله چې ځینې کسانو څو پستونو ته غوښتن‎لیکونه ورکړي او په څو پستي نوملړ کې غوره شوي او ځينې کسان چې په شرایطو هم برابر وو د ازموینې په نوملړ کې غوره کړل شوي نه وو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څو میاشتو راهیسې نه دی توانېدلی چې د دغه بنسټ د دارالانشا رییس غوره کړي او همداراز په ولایتونو کې د دغه کمېسیون څوارلس ریاستونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

شریک یي کړئ