وسله والو غلو د چهارشنبې پر شپه (د مرغومې په ۸ مه)د کابل په یوولسمه امنیتي حوزه کې دوه تنه ووژل او یو بل تن یې د چاکو په وسیله ټپي کړ.
د دغو وژل شویو او ټپي شویو کسانو خپلوان د کابل د امنیتي وضعیت د خرابوالي په اړه نیوکه کوي او په دې اړه امنیتي مسؤولان په بې پروایی تورنوي.
د چهارشنبې د شپې په اوه نیمو بجو وسله والو غلو د خیرخانې د لومړۍ حصې په ګولايي کې سلیم او د هغه د تره زوی ودرول او غوښتل یې چې د دوی ټلېفونونه او پیسې ترې واخلي.
وسله والو غلو سلیم په چاکو سره وواژه او د هغه د تره زوی یې سخت ټپي کړ. د نوموړي پلار او خپلوان وايي چې د کابل پولیس باید د غلو د فعالیت مخه ونیسي.
د وژل شوي ځوان تره شیر محمد وايي:«له ۱۱ حوزې څخه څو شکایتونه شتونلري،خو څوک دي چې ویې څېړي؟زما ورېرونه له کار او غریبۍ څخه راتلل چې یو یې ووژل شو او بل یې ټپي شو ولې؟»
د وژل شوي یو تن خپلوان عبدالوکیل وايي:«نه حکومت شته او نه هم دولت!چا ته شکایت وکړو؟خلک تر څه وخته شهید ورکړي او د وسلهوالو غلو له خوا وګواښل شي!»
د امید روغتیايي وضعیت اوس ښه دی، نوموړي د خپل تره له زوی سره د کور او د زده کړو لګښت د ګرځنده ټلېفون(موبایل) د پلورلو له لارې ترلاسه کاوه.
ټپي امید وویل:«د خپل له تره زوی سره مې هټۍ بنده کړه او د کور په لور روان وم چې دوه تنو وویل موبایل او پیسې مو راکړئ.جنګ شو و مې لیدل چې د تره زوی مې ووژل شو زه یې ټپي کړم.»
ډاکتران وايي د سلیم او امید پر بدن د چاکو له امله د ټپي کېدو نښې لیدل کېږي.
د دغو دوو ځوانانو وینې تراوسه هم په سیمه کې لیدل کېږي، د سیمې اوسېدونکي د غلو د تېښتې د څرنګوالي په اړه خبرې کوي.
د سیمې اوسېدونکی بازګل خان وايي:«موږ چې کله راورسېدو ومو لیدل چې دوه تنه لوېدلي او غلو تېښته کړې وه.غلو د سړک په سر هم هوايي ډزې وکړې ترڅو څوک یې مخه ونهسي.»
د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې چارواکي نه غواړي په دې اړه څه ووایي. دوی ټینګار کوي له رسنیو سره د خبرو اجازه نهلري. په دې اړه د کابل د امنیه قوماندانۍ نظر په ترلاسه کولو هم بریالي نهشوو.