Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ناامنۍ تر سیوري لاندې د خوښۍ لپاره هڅې؛په کابل کې د ژوند بل اړخ

په داسې حال کې چې ترهګریز بریدونه او ناامنۍ کال نه پرېږدي، خو د دغه ښار اوسېدونکي له خپل ژوند سره مینه کوي او راتلونکي ته هیله من دي.

د پلازمېنې اوسېدونکي وایي چې سره له سختو امنیتي شرایطو سره،د تفریح لپاره تفریح ځایونو او د ښار نورو لیدونکو ځایونو ته درومي ترڅو د هېواد د دغو ورځو د ناخوالې هېرې کړي.

میرویس، د خپلې کورنۍ له غړو او خاله سره یې د مېلې لپاره قرغې ته راغلی. دا ځوان وايي، هغه مهال چې دوه کاله وړاندې کندوز وپرځېد، دغه ښار کې یې سوداګري او کور پرېښود او کابل ته راغی.

اوس په کابل کې کوچنی تجارت کوي او راتلونکي ته یې هیله من دی.

میرویس زیاته کړه:«هغوی چې هر کار وکړي، بیا هم موږ د خپل ژوند دوام او راتلونکي ته هیله من یوو.»

قرغه د رخصتیو په ورځ د زرګونو کسانو کوربه وي؛خو په کابل کې ډېری کورنۍ شته چې په رسمي ورځو کې د تفریح دغه ځای ته راځي او د هغه له منظرې او هوا څخه خوند اخلي.

د کابل اوسېدونکی محمد طاهر چې غوره یې بللې ده چې د دغې اوونۍ رخصتي په قرغه کې تېره کړي وویل:«باید هڅه وکړو چې په هېواد کې د ژوند دوام په ښه شان سره تېر کړو.»

د کابل بله اوسېدونکې زرغونه هم وايي:«باید تفریح ځایونو ته ولاړ شي او پرې نه ږدي چې د هغوی روحیه کمزورې شي.»

شکیبا غیاثي هم هغه څوک ده، چې له خپلې کورنۍ سره، د مېلې لپاره د کابل قرغې ته راغلې.

شکیبا، د انجنیرۍ په برخه کې روسیه کې لوړې زده کړې کوي، خو کورنۍ جګړې او بیا د طالبانو واکمنۍ د هغې د کار او تحصیل خنډ شول.وايي د ناامنیو سره سره، نه غواړي هېواد پرېږدي.

هغه په دې اړه وايي:«له دغه وضعیت سره چې شتون لري، اړتیا ده چې تفریح وشي موږ معمولاً د رخصتیو په ورځو له خپلو ماشومانو سره قرغې، پغمان، باغ بالا او کله ناکله جلال اباد ته ځو ترڅو د ماشومانو روحیه مې د پېښو له امله اغېزمنه نه شي او وکړای شي په ښه توګه زده‎کړې وکړي.»

د کابل اوسېدونکې شبنم هم زیاتوي:«د ټولو تمه همدا ده چې حکوم ټولو څیزونو ته په ځانګړې توګه امنیت ته پاملرنه ولري.»

د قرغې بند، په کابل کې د مېلې لپاره یوازینی ځای دی، له کوچنیانو تر لویانو ټول دلته لیدل کېږي، او کله چې یې څېرو ته ګورئ، ویني چې د دې هېواد ماشومانو څومره لېواله دي چې هېواد کې هوساینه وي او سوله ټینګه شي.

شریک یي کړئ