Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په قرغې بند کې د اوبو ډېروالي ته د کابل اوسېدونکو خوښي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي چې د قرغې بند په شاوخوا کې ژوند کوي، وايي، خوښ دي چې په‌دې بند کې اوبه یو ځل بیا زیاتې شوې دي.

د دوی په خبره، په دغه بند کې د اوبو کمښت دغه بند ته د سیلانیانو د ورتګ د کمه رنګه کېدو لامل شوی وو.

دوه څلوېښت کلن ملک محمد شاوخوا دولس کاله کېږي چې د قرغې په بند کې کښتۍ چلوي، وايي، د قرغې بند د اوبو کمېدو دغه بند ته د ورتلونکو کسانو شمېر کم کړی و، خو اوس د قرغې بند د اوبو زیاتېدو ته خوښ دی.

ملک محمد طلوع‌نیوز ته وايي: «ډېر خوښ یم چې د قرغې اوبه ډېرې شوي او د الله کار دی چې بارانونه ډېر شي او له هېواده وچکالي ورکه شي.»

د هوټلونو د تصدۍ ریاست استازی فضلي احمد  وايي: «یوه میاشت وشوه چې اوبه ډېرې شوې دي، د خلکو تګ-راتګ هم ډېر شوی دی، د همدې لپاره خلک چکر ته راځي، هوټلونو هم په فعالیت پیل کړی دی.»

دې تفریحي سیمې ته ورتلونکي کسان هم په‌دې بند کې د اوبو ډېروالي ته خوشبین دي.

قرغې بند ته راغلی کس رحیم‌الله وايي: «په قرغه کې اوبه دي چې خلک ورته راځي، سږ کال د خدای فضل دی، روښاني شته، باران شوی دی او اوبه هم په ډېرېدو دي.»

بل‌پلو، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د سږکال ورښتونه د تېر کال پرتله  ۴۶ سلنه زیات شوي دي.

د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رییس حبیب الرحمن حقپال وايي: «د تېر کال پرتله سږ کال بارانونه ډېر شوي، نږدې ۴۶ سلنه ډېر شوي او ان‌شاء الله سږ کال به د اوبو د کمښت ستونزه هم تر ډېره بریده حل شي.»

په وروستیو میاشتو کې د هېواد بېلابېلې سیمې د اقلیمي بدلونونو له امله د بارانونو د ورېدو او د سیلابونو د راتلو شاهدې وي، چې دغه ورښتونو د تېرو کلونو پرتله زیات وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه