په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو استازی فکوري بهشتي، د چهارشنبې پر ګهیځ په کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ټپي شو.
د پېښې شاهدان وايي هغه مهال کله چې ښاغلی بهشتي له خپل موټر سره له یوه کوچني پله څخه تېرېده او د پارلمان په لور روان وه ،ماین چاودنه وکړه.دغه پېښه د الزهرا جومات ته نېږدې رامنځته شوې ده.
له دې وړاندې ویل شوي وو چې د هغه په موټر کې نښلوونکی ماین ځای پر ځای شوی وه.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.