د کندز ولایت د جګړې بېځایه شوي کسان چې د دغه ولایت د قلعه زال ولسوالۍ اوسېدونکي دي، په بد وضعیت کې ژوند کوي.
دغه کورنۍ له دوو اوونیو راهیسې د سختو جګړو له امله بې ځایه شوې د استوګنځایونو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.
هغوی وايي چې په برانیسته فضا کې ژوند کوي.
۶۰ کلن حاجي نظرمحمد په یوه خېمه کې له خپلې ۱۲کسیزې کورنۍ سره په دشت ابدان کې شپې او ورځې سبا کوي.
هغه په دې اړه وویل:«نور موږ ته څه نه دي پاتي. موږ زموږ خلک تباه شو. موږ یوازې خپل همدا ماشومان راویستل نور خپل ټول هر څه مو پرېښودل، په ټولو سړکونو ماینونه خښ شوي، زموږ کورونه ویجاړ شوي دي.»
د قلعه زال د افغانمزار اوسېدونکي الله بیردي هم څرګنده کړه:«د دغو جګړو له امله له خپلو کورنیو سره دشت ابدان ته راغلو. موږ ټول وږي او تښي یوو، ماشومان لمر وهلي او ناروغان دي. له دولته غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي.»
له بلخوا د کندز ولایتي شورا وايي حکومت د خلکو د امنیت په ساتلو کې بې پامي کوي او همداراز د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا غړی امینالله ایدین په دې اړه وویل:«په قلعه زال ولسوالۍ کې څه باندې زر کورنۍ بېځایه شوي چې په دشت ابدان کې دخلکو وضعیت وینئ د خلکو وضعیت ډېر اندېښمنونکی دی. او د سوځنده لمر لاندې ژوند وي او هېڅ بنسټ د دغو بېځایه شویو لپاره پاملرنه نه ده کړئ.»
د کندز سیمهيیز چارواکي وايي د بې ځایه شویو د ستونزو د هواري لپاره یې سروې پيل کړې او هڅه کوي د کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو مرستې ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې دي چې په کندز کې دوه کلنه جګړه د دې لامل شوې چې د دې ولایت زیات شمېر اوسېدونکي د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شي.