Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پولیس افسرانې امنیتي بنسټونو کې د ښځو پراخې ونډې غوښتنه کوي

بلخ ولایت کې یوه پولیس افسره، د پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډه د ټولنې له مهمو اړتیاوو بولي.

حکیمه احمدي ۳۴ کالنه ده، څلور ماشومان لري او د اوو کالو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده لري، هغه زیاتوي چې په امنیتي بنسټونو کې د ښځو ونډې پرته به حالت ماتېدونکی وي.

هغې چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې څو عملیاتو کې ونډه اخیستې ده وايي:«د خلکو ترمنځ نښته وه، ښځو وسلې اخیستې وې، نارینه پولیس یې ویشتل، خو کله چې یې ولیدل یوه ښځه ده او غواړو ورسره خبرې وکړو، نو بیا یې وسلې کېښودې، او دا زموږ ښځو لپاره یوه لاسته راوړنه وه.»

سره له دې چې د هېواد په کلیوالي سیمو کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډې ته په سمه نه کتل کیږي، خو بلخ کې له سلو ډېرې ښځې د پولیسو په لیکو کې دنده لري.

انیسه امیري بله د پولیسو افسره ده چې شپاړس کاله کېږي پر دنده بوخته ده:«ډېر مو د نشه یي توکو او وسلو نیونې درلودې. د تریاکو، چرسو او نشه يي توکو چې لویې لاسته راوړنې دي.»

د ښځو د حقونو فعالان وايي، د دې لپاره چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډې بهیر د نورو برخو په څېر عادي پړاو تېر  کړي، حکومت باید ورته د سالم چاپېریال رامنځته کولو کې هڅه وکړي.

بلخ کې د افغانو ښځو د شبکې مسووله، معصومه رحیمي څرګندوي:«هیله لرو چې ښځې د پولیسو په لیکو کې فعاله ونډه ولري په دې شرط چې ورته زمینه برابره شي او امن چاپېریال ورته برابر شي.»

په همدې حال کې د ښځينه پولیسو پر وړاندې امنیتي ګواښونه هم شته چې د روان کال له پیله بلخ کې دوې ښځینه پولیسې وژل شوې دي.

د بلخ امنیه قومندان، محمداجمل فائز په دې اړه وايي:«له ۱۵۰ ډېرې ښځې د پولیسو په لیکو کې په بلخ کې کار کوي چې په ډېرو ښو ځایونو کې دندې ترسره کوي او موږ هڅه کوو چې نورو ته ه د ښو ځایونو او زده کړو زمینه برابره کړو.»

مخکې له دې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې د پولیسو په لیکو کې ۲۸۰۰ ښځې دنده ترسره کوي او ورځ تربلې هېواد کې د ښځینه پولیسو دندې ته اړتیا زیاتیږي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي، د دې لپاره چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډې بهیر د نورو برخو په څېر عادي پړاو تېر  کړي، حکومت باید ورته د سالم چاپېریال رامنځته کولو کې هڅه وکړي

شریک یي کړئ