پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي په ناتوانۍ تورن وي او وايي چې همدغه بې وسي حکومت ته دا پلمه رامنځته کوي ترڅو ټاکنیز کارونه وځندوي.
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله له څارونکو بنسټونو غواړي چې د دغه کمېسیون پر غړو د نیوکې پر ځای په حکومت فشار راوړي ترڅو د دغه کمېسیون طرحو ته په خپل وخت ځواب ورکړي.
د ټاکنیزو حوزو د تعینولو طرحه ۱۱ میاشتې کیږي چې د ولسمشر په میز پرته ده خو حکومت په دومره موده کې د طرحې په اړه کمېسیون ته هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.
د دې طرحې په اړه د حکومت چوپتیا کمېسیون ته کاري ستونزې را ولاړې کړې دي.
څارونکي بنسټونه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د طرحو او لیکونو د نه ځوابولو په غبرګون د دې کمېسیون غړي د خپلو واکونو په کارولو کې ناتوانه بولي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي هم وايي:«په داسې حال کې چې په دې اړه ځواب وا نه ورو، د شرایطو او وضعیت په مطابق موږ اړ یوو چې پرېکړه وکړو چې هر ولایت د تېر په څېر د یوې حوزې په توګه وپېژندل شي.»
د دې طرحې له مخې ولایتونه د وګړو او هغو څوکیو له مخې چې په ملي شورا کې یې لري په ټاکنیزو حوزو وېشل کېږي او کابینه باید دا طرحه رد یا تایید کړي.
د مشرانو چرګې مرستیال محمد علم ایزدیار په دې اړه څرګنده کړه:«تراوسه هم له بده مرغه د اصلاحاتو د راوستو او ټاکنو د ترسره کولو لپاره یوه پياوړې سیاسي هوډ نشته.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیال د دې بنسټ د دارالانشا د نوي رییس د غوره کولو په اړه وايي دا څوکۍ به ډېر ژر اعلان ته ورکړل شي او په یوه میاشت کې به یې برخلیک هم روښانه شي.