د کورنیو چارو وزارت جوزجان ولایت کې د طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې د ۶ ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکړی.
د یاد وزارت مسوولین نن(چهارشنبې د چنګاښ په ۴مه نېټه) وايي پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې چاودنه تېر ماښام د جوزجان ولایت مردیان ولسوالۍ فروک کلا کلي کې شوې.
کورنیو چارو وزارت همداراز وايي دا ملکي کسان په یوې ریکشا کې سپاره وو چې پر ماین برابر شوي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.