Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې افغان زده کړیالان؛ افغان حکومت دې موږ وژغوري

د چین په ووهان ښار کې ځينې افغان زده کړیالان وايي چې څه باندې دوه اوونۍ کېږي چې په سخت روغتیايي قرنطین کې دي.

دوی له افغان حکومته غواړي چې د هغوی د کرونا ویروس له ککړتیا ژر تر ژره وژغوري او د هغوی د بهر کېدو زمینه برابره کړي.

ډېری دغه زده کړیالان وايي چې سختې شپې او روځې په قرنطین او روغتیايي څارنه کې تېروي.

د چین په ووهان کې افغان زده کړیال حبیب الله حکمت په دې اړه وايي:«تراوسه په دې اړه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی، زموږ غوښتنه د عامې روغتیا له وزیره او افغان چارواکو څخه دا ده چې زموږ ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.»

د ووهان ښار په څوارلس ورځني قرنطین کې هېچا ته له دغه ښاره د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د عامې روغتیا وزارت وايي افغانستان ته د دغو محصلینو د رالېږدولو د څرنګوالي او د دوی د ساتلو لپاره تدابیر نیول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي:«څوارلس ورځې قرنطین بشپړ شوی، او اوس سلامشورې په دې دي چې څه ډول وکړای شو یوه الوتکه ولېږو، او دوی راولېږدوو او څلوارلس ورځې یې قرنطین کړو.»

له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت د دغو محصلینو د رالیږدولو لپاره تیاری نیولی و خو د دغه وزارت ویاند وايي ولسمشر په دې اړه د عامې روغتیا وزارت ته مسوولیت سپارلی دی.

د پوهنتون استاد فرید محمدي په دې اړه وايي:«مسوول چارواکي دې د هېوادوالو په اړه په هر ځای کې چې وي په ځانګړې توګه په چین کې ژر تر ژره اقدام وکړي.»

په چین کې څه د پاسه زر تنه د دغه ویروس له امله مړه شوي او څه د پاسه ۴۲ زره نور پر دغه ویروس اخته شوي چې ډېری یې په ووهان ښار کې دي. 

د عامې روغتیا وزارت وايي چې له دغه ښاره د دغو ۶۱ زده کړیالانو د راویستو لپاره ډېری چمتووالی نیول شوی دی.

شریک یي کړئ