یوشمېر سیاسي څېرې چې (د لړم په ۵مه نېټه) یې د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره لیدلي وایي چې کابل ته د ښاغلی خلیلزاد د سفر یوه مهمه موخه د امریکایي پوهنتون له دوه استادانو سره د انس حقاني د تبادلې په اړه خبرې دي.
زلمی خلیلزاد له دوو میاشتو وروستو کابل ته راغلی او هغه کسانو ورسره لیدلي په دې باور دي چې واشنګټن له طالبانو سره د سولې خبرو د پیلولو لپاره هڅې کوي، ترڅو د امریکا او طالبانو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي او د دوو بهرنیو استادانو په بدل کې د انس حقاني خوشي کول یوه دغه هڅه بولي.
د سولې د عالي شورا مرستیال، حاجي دین محمد په دې اړه خپل نظر داسې څرګندوي:«په وار وار زموږ غوښتنه همدا وه چې باید زندانیان تبادله شي او په هره اندازه چې دا زندانیان خوشې نشي، نو د عقدو زیاتوالي لامل کېږي او په هره اندازه چې موږ زندانیان تبادله کړو حسن نیت رامنځته کوي.»
د سیاسي چارو شنونکې، فوزیه کوفي زیاتوي:«انس حقاني او داسې نور زندانیان افغانستان کې دي، دوی په ګوانتانامو او کوم بل زندان کې له هېواده بهر نه دي، نو باید د دوی په خوشې کولو کې باید د افغانستان قوانین رعایت شي.»
خو افغان حکومت انس حقاني د افغانانو قاتل بولي او وايي انس حقاني د افغانستان د خلکو او حکومت سره کرښه ده.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي په دې اړه داسې وايي:«انس حقاني د افغانستان د خلکو او حکومت سره کرښه ده، د افغانستان خلک به حکومت ته دا اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خلکو قاتل انس حقاني خوشې شي او دا بحث د افغانستان پر حکومت پورې تړلی دی، د افغانستان د حکومت صلاحیت دی چې له طالب بندیانو سره څه کوي.»
له دې سره سره ښاغلي خلیلزاد یک شنبې د لړم په پنځمه نېټه له یو شمېر سیاسي شخصیتونو سره له طالبانو سره د سولې د خبرو بیا پیلولو او همداراز د افغانانو ترمنځ دخبرو د څرنګوالي په اړه بحثونه وکړل.
د سیاسي چارو کارپوه، شهزاده مسعود بیانوي:«له خلیلزاد سره لیدنه کې د ګډون کوونکو ټینګار دا وو چې له امریکا سره خبرو کې او د بین الافغاني خبرو پرمهال باید تاوتریخوالی راکم شي او یا هم یو اوربند وشي.»
له طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې له نهو پړاوونو وروسته د کابل په شش درک سیمه کې له یوه ځانمرګي برید وروسته چې له امله یې د یوه امریکايي سرتیري په ګډون دوولس تنه ووژل شول دا خبرې د امریکا د ولسمشر لخوا ودرول شوې.