Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د بې اسنادو او تورو ښيښو لرونکو موټرو ګرځېدل بند شول

په پلازمېنه کې د ترهګریزو او پلان شویو پېښو او جنایي جرمونو پر زیاتېدو له اندېښنو وروسته اوس مهال د کابل د ګډو امنیتي ځواکونو قومندانۍ د دغو جرمونو د کموالي لپاره خپل کار پېل کړی دی.

د دغه بنسټ د نوې پلان له مخې د تورو ښيښو لرونکو موټرو، بې اسنادو موټرو او زغروالو موټرو پر تګ راتګ او د وسلو پر لېږد بندیز لګول شوی دی.

د کابل د ګډو ځواکونو د قومندانۍ سرپرست احمد فیصل الله داد په دې اړه وویل:«هر هغه کس چې د ګډو ځواکونو قانوني امر ته جدي پاملرنه ونه کړي، موږ له سرغړونکو سره جدي او قانوني چلند کوو.»

د ولسي جرګې غړی واقف حکیمي هم څرګندوي:«د هر پروګرام بریا په دوو اصلو پورې تړاو لري؛ دا پروګرام باید په علمي، دقیق او کارشناسانه توګه طرحه شي او په ټول ګډونه توګه او له هر ډول تبعیض پرته تطبیق شي.»

دا پروګرام د یکشنبې پر ورځ د کابل په پنځو برخو کې په عملي توګه پیل شو. خو د ګډو امنیتي ځواکونو د پلټنو له ځایونو ډېری موټر چې د دولتي چارواکو دي او تورې ښېښې لري، دغو ځواکونو ته پاملرنه نه کوي او تېرېږي.

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وایي چې د دغه پروګرام د پلې کولو لپاره جدي هوډ نشته او په تېر کې هم دغه راز پروګرامونه ننداریز او لنډمهالي وو.
 
د کابل اوسېدونکی شاه محمد وویل:«د موټرو ښيښې دې تورې نه وي؛ ټول موټر دې یو ډول وي. داسې دې نه وي چې دغه پروګرامونه دې څلورو او یا هم پنځو ورځو لپاره وي، بس.       

د کابل بل اوسېدونکی رشاد هم وايي:«پروګروام باید ننداریز نه وي. که چېرې د یوې ورځې لپاره وي، پایله نه لري؛ باید دایمي وي.»
  
د کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي څو اوونۍ وړاندې ویلي و چې په هرې امنیتي حوزه کې چې پولیس ځواکونه د موټرسایکل سپرو وسله والو له لوري په نښه شي؛ د حوزې آمر به یې له دندې لرې شي. خو اوس سرچینې وایي چې تېره شپه د یوولسمې امنیتي حوزې آمر د موټر سایکل سپرو کسانو په ډزو کې ټپي شوی دی.
 
د ګډو امنیتي ځواکونو قومنداني څو ورځې وړاندې د کابل د ګارنیزیون تر لغوه کېدو مخکې په پلازمېنه کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې او د امنیت د ټینګښت په موخه جوړه شوه.
 
شریک یي کړئ