کابل کې نن د پاکستان، افغانستان، ازبیکستان او قزاقستان د لوی درستیزانو او د پرېکنده ملاتړ ماموریت د قوماندان ترمنځ ګډه غونډه وشوه.
له کابل سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د پوځي مرستو زیاتوالی په تېره بیا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي د څرنګوالي په اړه سلامشورې د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، قزاقستان د پوځ له مشرانو او غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان سره د افغانستان د بحث اصلي موضوع ګانې دي. او د غونډې کوربه توب پرېکنده ملاتړ ماموریت په غاړه وه.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه وویل:«په دې اړه بحث وو چې څه ډول کېدای شي له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزې او د نشهیي توکو د قاچاق مخنیوي ته په ګډه حل لاره پيدا شي او دا افغانستان لپاره ډېر ښه دی.»
له ترهګرۍ سره د مبارزې د څرنګوالي ترڅنګ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه هم خبرې کیږي، کابل ددې ناستې پایلو ته هیله من دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي:«د منځنۍ اسیا هېوادونو همکاري کولای شي چې له موږ سره سولې ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.»
ولسمشرۍ دفتر ویلي ښاغلي غني ددې ناستې له جوړیدو مخکې د قزاقستان او ازبکستان د پوځ له مشرانو سره کتلي او ولسمشر غني ویلي د دوي سفر به په بېلابېلو په تېره پوځي برخه کې د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان ترمنځ نوی باب پرانېزي.
روښانه نه ده چې آیا د پاکستان د پوځ لوي درستیز هم له افغان چارواکو سره په جلا توګه کتلي که نه؟
دا ناسته د دوو ورځو لپاره د غوڅ ملاتړ ماموریت په کوربتوب په کابل کې دوام لري.
په دغه ناسته کې مرستندویه هېوادونه په تېره بیا ازبکستان او قزاقستان له دې مخکې د افغانستان په شمال کې د ترهګرو د فعالیت د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو ناټو ویلي له دغو ترهګرو سره یې د مبارزې لپاره د هیواد په شمال کې پر طالبانو او نورو ترهګرو د بریدونو بهیر پيل کړی دی.