د کندهار ځايي چارواکي وايي چې نن دوشنبې (د وږي په ۱۷مه) دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې یو تن ولسي ګړی وواژه او یو بل یې ټپي کړ.
چاروکي همدارنګه زیاتوي چې دا پېښه نن سهار د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټرسایکل سړک غاړې ته پر ماین برابر شو.
د کندهار پولیس وايي چې دا ماین د طالبانو له خوا ځای پرځای شوی، خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.