د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې سره هممهاله، ځینو هېوادونو او اروپایي سازمانونو په یوې ګډې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو برخو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې.
دغه خبرپاڼه چې د امریکا، اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، المان، ایټالیا، هالنډ، ناروې، سویدن، اروپایي ټولنې او یوناما لهخوا په ګډه خپره شوې، د خبریالانو او رسنیو په خوندیتوب یې ټینګار کړی.
خبرپاڼې زیاته کړې: " د امریکا د ملګرو او نړۍوالو شریکانو په توګه، موږ په افغانستان کې له خبریالانو او رسنیو ملاتړ برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوو. موږ له افغان خبریالانو ملاتړ، د هغوی د حقونو پر وړاندې درېدل او د هغوی په کارونو کې له بې ځایه بندېزونو سره مخالفت کوو."
نن د مې میاشتې درېیمه په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده.
افغانستان کې له دې ورځې نه په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې دغه هېواد د خبریالانو پر وړاندې یو له ګواښوونکو هېوادونو په نوملړ کې راغلی او په تېرو کلونو کې زیات شمېر خبریالان او د رسنیو برخو کارکوونکي وژل شوي، او یا یې د ګواښونو له امله خپلې دندې پرېښې دي
په خبرپاڼه کې راغلي: " له خبریالانو باید ساتنه وشي او هغه کسان، چې د خبریالانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي او وژني یې باید محاکمه شي."