ولسمشر غني د ولسي جرګې لومړي مرستیال سره په لیدنه کې له هغه غوښتنه کړې ده چې د امنیتي چارواکو له ورغوښتو دې ډډه وکړي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال، همایون همایون څرګندوي:«ولسمشر غني په خپله لومړنۍ وینا کې چې لرله یې له موږ څخه یې وغوښتل چې د استیضاح مسئله له اجنډا څخه لیرې کړي.»
که څه هم د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي چې د ولسمشر دا غوښتنه یې رد کړې ده، خو یو شمېر د خلکو استازي وايي چې ولسمشر غني ګواښ کړی که یې دا کار ونه کړ نو د یوه فرمان له مخې به ملي شورا لغو کړي.
خو د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې ولسمشر له هېچا سره د ملي شورا د لغوې په اړه څه نه دي ویلي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وویل:«ولسمشر له هېچا او هېڅ چارواکي سره د ملي شورا د لغوې په اړه بحث او جلسه نه ده کړې.»
د ولسي جرګې غړي د ولسمشر دا کار د قانون خلاف بولي او له حکومت څخه د ملي شورا د ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کوي.
د ولسمشر دا غوښتنه د ولسمشر جرګې د یو شمېر غړو له سخت غرګون سره مخامخ شوې ده.
د ولسي جرګې غړی، لطیف پدرام زیاتوي:«هغه مالومات چې موږ یې لرو،ولسمشر غني ډېر په غوسه وه چې وزیران ولې استیضاح کوو او که چېرې دا کار وشي موږ شورا رخصت وو.»
همداراز د ولسي جرګې بل غړی، میرویس یاسني وايي:«هغه حکومت چې په جعل او تذویر سره جوړ شوی د کوم قانون پر بنسټ غواړي چې د دولت یو رکن ته ګواښ وکړي،اساسي قانون ګواښي او هغه ننګوي.»
خو نن شنبې د ورې۵مه د ولسي جرګې ناسته د دې جرګې لومړي مرستیال لخوا سري شوه.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون څرګنده کړه:«کهچېرې تاسې غواړئ په هغو ټولو مسایلو پوه شئ چې ما له ولسمشر سره مطرح کړئ،دغه غونډه باید سري(پټه) شي.»
وروسته له دې چې د غونډې سري کېدل پایته رسېږي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر له غوښتنې پرده پورته کوي.
د ولسي جرګې غړی، رحمان رحماني وايي:«ولسمشر یو ډېر توند،خطرناکه او بې مخینه غبرګون ښيي کهچېرې تاسې وزیران استیضاح کړئ،زه پارلمان لغوه کوم.»
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه خبرو اترو ته نه ده چمتو او په دې اړه څه نه وايي،خو ولسمشر د ملي شورا لغوې واک لري؟
د حقوقپوهانو ټولنې غړی، عبدالسبحان مصباح وايي:«په اساسي قانون کې هغه واکونه چې ولسمشر ته ورکړل شوي،داسې مورد شتون نهلري چې ګواکې ولسمشر دې د دولت یو رکن چې مقننیه قوه ده،لغوه کړي.»
مخکې له دې ولسي جرګې پرېکړه کړې وه چې د کورنیو، دفاع وزیران او د ملي امنیت رئیس د دوشنبې ورځې ناستې ته په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید په تړاو وروغواړي، خو اوس نه ده څرګنده چې د ولسمشر له مخالفت سره به د دې چارواکو استیضاح برخلیک څه وي.