Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیمروز کې یوه کس د خپلې کورنۍ لس غړي وژلي

په نیمروز ولایت کې یوه کس د خپلې کورنۍ لس غړي وژلی دي. ځايي چارواکي وایي، دغه پېښه پرون مازدیګر د زرنج ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دغه ولایت امنیتي مسوولین وایي، پېښه کې پنځه ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي دي.

ورته مهال، د دغې پېښې ځينې خپلوان او ګاونډیان، د دغې پېښې د څرنګوالي په هکله داسې وايي.

د وژل شویو کسانو له خپلوانو عبدالسلام وايي:«خپله مېرمن، خپل ماشومان یې وشتلي دي او هم راغلی دی زموږ کور ته زما خویندې او زما کوچنیان یې وشتلي دي، زما بل ورور په حمام کې و پر هغه یې هم ډزې کړې دي خو هغه نه دی لګېدلی.»     

دغه پېښه کې د یوې امیدواره مېرمنې په ګډون څلور مېرمنې، پنځه ماشومان او یو نارینه وژل شوي دي.

د وژل شویو کسانو ګاونډی عبدالقیوم وايي:«څلور نیم یا پنځه بجې خلک راټول شوي وو او مجاهدین هم راغلل که دله پېښه رامنځته شوې ده.»

د وژل شویو کسانو بل ګاونډي محمد رضا وویل:«ډېره هیږونکې حادثه وه. د سیمې ټول خلک یې حیران کړي وو چې یو کس څنګه کولای شي تر دې بریده بې رحمه شي.»

ورته مهال د نیمروز امنیتي مسوولین وایي، تر اوسه یې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي، خو زیاتوي چې د قاتل د نیولې هڅې روانې دي.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسوول، بهرام حقمل وايي:«نوم یې ویس دی، د تورجان زوی دی چې د فراه اصلي اوسېدونکی دی. په نیمروز ولایت کې ژوند کوي چې له بده مرغه د خپلې کورنۍ غړي یې په شهادت رسولي دي.»

که څه هم تر اوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی روښانه، خو د نیمروز د امنیې قومندانۍ مسوولین د ورته پېښو لامل کورني تاوتریخوالي یادوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه