Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو وزارت: د مس عینک کان استخراج خبرو کې پرمختګ شوی

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د لوګر د مس عینک کان د کېندونکي مسوول چینايي اېم‌سي‌سي شرکت له استازو سره یې د خبرو تازه پړاو پیل کړی او د کار بیا پیل په اړه خبرې تر اتیا سلنې بشپړې شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، له اېم‌سي‌سي شرکت سره په خبرو کې پر ډېرو مسایلو هوکړه شوې، خو تر اوسه د څلورو مسایلو په تړاو سلا نه‌ده شوې.

د ارزونو له مخې، د مس عینک کان په شاوخوا سیمو کې یو لرغونی ښار شته او دې مسالې د یادې پروژې چارې ټکنۍ کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان وايي: «هغه وخت په نړیوال بازار کې د مسو بیې یو ډول وي، خو اوس له هغه وخته څوارلس کاله تېر شوي، له دې کبله بیې لوړې شوې دي. موږ هم خپل شرایط لرو، خبرې پیل شوي او ژر تر ژره به حل شي.»

په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست سید محي‌الدین سادات وايي: « نن مو هم د شته اندېښنو د لمنځه وړلو لپاره مو د قراردادي اېم‌سي‌سي شرکت سره ناسته درلوده، په کابل کې د تخنیکي ټیم د دې ناستې پایله هیله‌بښوونکې بللې ده او تمه یې څرګنده کړې د دې پروژې عملي چارې ژر پیل شي.»

د مس عینک د کان تړون په ۲۰۰۸ کال کې لاسلیک شو، خو په هغه وخت کې امنیتي، حقوقي او تخنیکي ستونزې د دې لامل شوې چې د کېندنې چارې یې پیل نه‌شي.

د اقتصادي چارو کارپوه زیارمل وايي: «په ځینو مادو کې یې ستونزې وې. یو له دې د کان د موادو ستونزه وه چې په اوومه ډول چین ته لېږدول کېدل او کارونه یې هلته بشپړېدل.»

څه موده مخکې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند اقتصادي کمېسیون ته لارښوونه کړې وه چې د مس عینک کان د کېندنې پر وړاندې شته خنډونه وڅېړي او په تړاو یې لازمې چارې ترسره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه