Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کونړ کې د خېرښېګڼې په موخه یو شمېر ځوانانو د وینې راټولولو کمپاین پیل کړی

په کونړ ولایت کې یوه ډله ځوانانو د خیرښېګڼې په موخه هره میاشت په تلیسمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره د وینې راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د دې ډلګۍ مشر وایي، په جوماتونو، لوبغالو او عامه غونډو کې د وینې راټولولو لپاره کمپاینونونه کوي، څو په تلیسمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره وینه راغونډه کړي.

د وینې راټولولو کمپاین مسوول نصیر خان وايي: «موږ یو رضاکارنه ګروپ لرو چې په‌دې ګروپ کې ما سره لس نفره دي، په تلیسمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو او عاجلو ناروغانو او هغه ښځې چې وینې ته ضرورت لري، هغوی ته وینه ورکوو.»

هغه ماشومان چې پر دې ناروغۍ اخته دي، د خپل ژوند ژغورلو لپاره اړ دي چې هره میاشت او ځینې یې ان یوه اوونۍ وروسته خپل بدن ته نوې وینه ورزیاته کړي.

په تلیسمیا ناروغۍ اخته ماشومان چې اسداباد ولایتي روغتون ته د نوې وینې اخیستلو په موخه راغلي، وایي، که په ټاکلي وخت وینه ورته پیدا نه‌شي، ناسته ولاړه نه‌شي کولای.

یو ناروغ تراب وايي: «دا ډېر وخت کېږي، شاید اتلس یا شل کاله کېږي چې دوه یا درې میاشتې وروسته وینه بدلوم.»

د دوی لپاره وینه پیدا کول، ستونزمنه چاره ده چې ډېری کورنۍ یې وس نه‌لري؛ خو داسې یوه ډله شته چې د خیر ښېګڼې په پار د رنځورو ماشومانو لاسنیوی کوي.

یوه بله ناروغه حسنا په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «غوښتنه مو دا ده چې له موږ سره مرسته وشي او زموږ وسه نه‌کېږي چې وینه واخلو.»

د مالوماتو له مخې، کونړ کې شاوخوا ۱۳۰ ماشومان د وینې سرطان لري چې په‌دې ولایت کې یې د درملنې لپاره کوم ځانګړی ځای نه‌شته او که دا ډول خیریه هڅې هم نه‌وي؛ نو ناروغان به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

روغتیا پالان وایي، تلیسمیا یا د وینې بې‌نظمۍ ناروغي د نورې نړۍ پرتله افغانستان کې ډېره ده او دغه ناروغۍ په ارثي ډول له میندو او پلرونو ماشومانو ته په جنیټیکي ډول لېږدوی کېږي.

د مالوماتو له مخې، کونړ کې شاوخوا ۱۳۰ ماشومان د وینې سرطان لري چې په‌دې ولایت کې یې د درملنې لپاره کوم ځانګړی ځای نه‌شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه