Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وینې مرکزي بانک: د کانګو ناروغانو ته هره ورځ نږدې ۲۰۰ کڅوړې وینه ورکوو

د وینې مرکزي بانک وايي، دغه بانک په کانګو ناروغۍ اخته کسانو ته هره ورځ نږدې ۲۰۰ کڅوړې تازه وینه ورکوي.

د دې بانک رييس زیاتوي، د ناروغانو کورنۍ تر ډېره د وینې د سپینو کرویاتو د تر لاسه کولو لپاره دې بانک ته ورځي.

د وینې د مرکزي بانک رییس محمد ناصر صادق وايي: «کانګو ناروغۍ لکه د تلاسمیا او هیموفلیا په څېر له وینې بانک سره نېغ په نېغه اړیکه لري، په‌دې ناروغۍ اخته کسان وینې ته اړتیا لري، د وېنې بانک د کانګو ناروغانو ته تروموسیټونه برابروي.»

ورته مهال، یو شمېر کورنۍ له عامې روغتیا او کرنې وزارتونو غواړي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه پر څاریو دوا شیندل زیات کړي.

دوی زیاتوي، هره ورځ خپلو ناروغانو ته درې کڅوړې تازه وینه برابروي.

ناروغ لرونکی وحیدالله وايي: «هغو کسانو ته چې وینې ته یې اړتیا درلوده، څه باندې ۷۰ تر ۸۰ دوستان مو ورته د وینې ورکولو لپاره راوړي دي.»

یو بل ناروغ لرونکی جاوید وايي: «له عامې روغتیا وزارته مو دا هیله ده چې په هر ځای کې خلکو ته سپارښتنه وکړي، څو روغتیايي قوانین رعایت کړي او دولت دې په هغو ځایونو کې دوا وشیندي چې د خلکو ډېر تګ-راتګ په‌کې دی.»

ناروغ لرونکی اسدالله زیاتوي: «لس ورځې شوې په انتاني روغتون کې بستر دی، موږ هره ورځ درې زره سي‌سي وینې ته اړتیا لرو، ورته چمتوالی نیسو، خو تر دې دمه زموږ ستونزه نه‌ده حل شوې.»

خو ډاکټران وايي، کانګو د ناروغانو د وینې په سېسټم کې اختلال رامنځ‌ته کوي او د همدې لپاره ناروغ ډېرې وینې ته اړتیا لري.

ډاکټر فریدالله عمري وايي: «کله چې څوک په کانګو ناروغۍ اخته شي، سپین کرویات یې راښکته کېږي او په پایله کې هغه کس خون ریزي کېږي.»

تر دې مخکې، په کابل کې د انتاني روغتون ډاکټرانو ویلي وو، هره ورځ پر کانګو ناروغۍ اخته ۱۵ شکمن کسان په‌دې روغتون کې بسترېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه