په میدان وردګ ولايت کې د تېرو جګړو له امله شاوخوا شپږ زره کورونه ویجاړ شوي. د دې ولايت چارواکي وايي، د کورونو د بیارغونې لپاره یې زیانمنو خلکو ته د نغدي مرستو لړۍ پیل کړې ده.
د میدان وردګو ولايت د سیمهییزو مسوولانو په وینا، له خلکو سره د مرستو لړۍ روانه ده او شاوخوا شپږ زره کورنۍ چې په تېرو کلونو کې سخت زیانمنې شوي، له دې ډلې له یوې اونۍ راهیسې له دوو سوو کورنیو سره دوولس مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د ميدان وردګ ولايت د حوادثو رييس فیض الله جلالي وايي: «په ټول ولایت نږدې شپږ سره کورونه د جګړو پر مهال ویجا شوي دي. انشاء الله په نږدې راتلونکې کې له ټولو سره مرسته کېږي.»
د دې ولایت اوسېدونکي وايي، د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله دا نغدي مرستې د دوی د کورونو د بیارغولو لپاره بسنه نهکوي او د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.
د مرستو یو تر لاسه کوونکی حاجي محمد وايي: «د بیارغونې توان مو نه درلوده، څو کاله وشول چې همداسې ویجاړ پاتې و، دا موسسه راغله، نوملیکنه او مرسته یې وکړه.»
د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی تورن خان وايي: «تېر کال له پخواني دولت سره جګړه وه، مرمۍ راغله پر کور مې ولګېدله او کور یې راته ویجاړ کړ.»
که څه هم په ميدان وردګ ولايت کې خلک له مرستو خوښي څرګندوي، خو کارپوهان وايي چې دولت او مرستندویه بنسټونه باید خلکو ته د بنسټیزو کارونو زمینه برابره کړي، څو خلک پر خپلو پښو ودرېږي.
په دې اړه مو اندونه