د مېرسي کارپس په نوم یوې موسسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ په هرات او کندهار ولایتونو کې ۱۶۰۰ ښځینه او نارینهوو ته د تخنیکي او مسلکي زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د دې موسسې مسوولان وایي، یاده پروژه به درې مېلیونه افغانۍ لګښت ولري او موخه یې د کاري ځواک د ظرفیت لوړول او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
ټاکل شوې دغه کسان به له شپږ میاشتنیو زدهکړو وروسته د کار بازار ته وړاندې شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي حارث وايي: «شپاړس سوه شاګردان دي؛ ۸۰۰ په هرات او ۸۰۰ نور په کندهار کې، دیارلس صنفونه په هرات او دریالس نور په کندهار کې دي. د دې پروژې ۲۷ لکه امریکايي ډالره د دې بودجه تعین شوې ده.»
په افغانستان کې د مرسي کورپس موسسې مسوول جک برن وايي: «موږ په هرات، کندهار او مزارشریف کې درې - څلور نورې پروژې هم پلې کوو. د کرنې د ودې په برخه کې یوه دوامداره څو کلنه پروژه لرو. همداراز د څښاک پاکو اوبو نللیکې او د ښوونیزو برنامو په لاره اچول زموږ نور پروګرامونه دي.»
د دې فني او حرفوي ښوونیزې دورې زیات شمېر ګډونوال مېرمنې او نجونې دي.
ګډونواله شکیبا وايي: «زموږ وضعیت خراب دی. غواړو دلته زدهکړه وکړو او خپلو ماشومانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو. زه پنځه لوڼې لرم او مېړه مې ناروغ دی.»
ګډونواله مرضیه ابراهیمي وايي: «په شپږو میاشتو کې زموږ کچه لوړېدای نهشي، له دې کبله غواړو چې له شپږو میاشتو وروسته هم زموږ ملاتړ وکړي.»
د دې ښوونیزې دورې یو شمېر ګډونوال ځوانانو ته د لا زیاتو کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي. د دوی په خبره، د وزګارۍ لوړې کچې له امله زیات شمېر ځوانان د ګواښونو په منلو سره، ګاونډیو هېوادونو ته د کار کولو په موخه کډوال کېږي.
ګډونوال مصطفی وايي: «ډېر خوښ یوو چې ځوانانو ته دا ډول فرصت برابر شوی دی او تمه ده چې له دې فرصت څخه په سم ډول ګټه پورته کړو.»
وزګاري هغه ننګونه ده چې له کلونو راهیسې ځوانان کړوي، خو تېر په یوه کال کې د اقتصادي کړکېچ له امله، زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې چې له وزګارېدو سره سم یې هېواد پرېښی دی.
په دې اړه مو اندونه