Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیا بې‌ځایه شوي؛ یو شمېر کورنۍ د ژمي رارسېدو ته اندېښمنې دي

په پکتیا ولایت کې د وروستيو کلونو جګړو او طبیعي پېښو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې د ژمي له رارسېدو وړاندې له دوی سره مرسته وکړي.

دوی چې د ګردېز ښار ته نږدې ژوند کوي، زیاتوي، د هوا په سړېدو سره له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي.

د مهاجرينو په‌دې ښار ګوټي کې نږدې زر بې‌ځايه شوی کورنۍ ژوند کوي.

په ګردېز کې یو بې‌ځایه شوی اتیا کلن پاچا ګل چې د خپلې کورنۍ د ګټې وټې څوک نه‌لري او د نورو په ورکړل شويو مرستو یې ژوند روان دی، نوموړی د ژمي راتګ ته خورا اندېښمن دی.

نوموړی په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وایي: «د ژمي راتګ ته ډېر اندېښمن یم، په لاس کې مې څه نه‌شته، پیسې نه‌لرم، خلک چې راسره یو څه مرسته کوي، په هغې خپله شپه او ورځ تېروم.»

شپېته کلنه سپنه بيا يو له هغو بې‌ځايه شویو څخه ده چې د يو خپلوان له لوري په ورکړل شوي کور کې د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره شپې او ورځې سبا کوي.

سپینه وايي: «ځینې خلک له موږ سره مرسته کوي، د یو څو ورځو لپاره یې خورو، نور خلاصېږي، مؤسسو او حکومت له موږ سره هېڅ مرسته نه‌ده کړې.»

یوه بله بې‌ځایه شوې فاطمه وايي: «دومره توان نه‌لرم چې په ژمي کې خپلو ماشومانو ته تودې جامې واخلم، د لرګیو پېرلو توان هېڅ نه‌لرم.»

له بلې خوا د پکتيا کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست وايي، په دې ولايت کې شاوخوا درې زره کورنۍ د وروستيو کلونو جګړو او طبعي پېښو له امله بې ځايه شوې دي، چې نږدې اوو سوه یې بېرته خپلو سيمو ته ستنې شوې دي.

د پکتيا کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس صابرګل مصلح وايي: «شاوخوا شپږ یا اووه سوه کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوي، پاتې نورې همدلته خپل ژوند کوي.»

پر پکتیا سربېره په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم بې ځايه شوې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د ژمې په رارسېدو يې اندېښنې زياتې شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه