د رياست الوزرا د اقتصادي معاونيت یو پلاوی په پکتیا ولایت کې له ځینو سوداګرو او پانګوالو سره په ناسته کې د هغوی ستونزو ته د رسېدنې خبر ورکوي.
د رياست الوزرا د اقتصادي معاونیت سلاکار محمد ابراهيم حکمت وویل:«موږ ته ویل شوي، هغو ستونزو ته چې رسېدنه کولای شو، هغې ته رسېدنه کوو او هغو ستونزو ته چې رسېدنه نه شوو کولای، هغه یاداښت کړئ او مرکز ته یې راوړئ چې پر هغه غور وشي.»
د مالیې وزارت د عوايدو د برسي رييس عصمت الله سليمي هم وايي:«دا څلور سلنه مالیه، غیرمستقیمه مالیه ده چې سوداګر یې پر خپل مال اضافه کوي او په غیر مستقیمه توګه یې له خلکو راټولوي.»
بلخوا لوړې ماليې، ناسمې اقتصادي پالیسۍ، د صنعتي پارک نشتون او د لويو لارې خرابوالی د پکتيا سوداګر او پانګوال هغه لویې ستونزې يادوي چې له مسولينو یې د ژر حل غوښتنه وشوه.
د پکتيا سوداګرۍ خونې مشر حسيب الله ګردېزی څرګندوي:«لومړی باید د پټان - ګردېز لار ترانزیټي شي او نورې لارې هم باید بیاورغول شي.»
يو تن سوداګر عبدالخالق هم وویل:«پخوا مالیه ۱.۵ سلنه وه، مثلاً د یوه هټۍوال ۱۵۰ زره کېدې، اوس چې مالیه نیمه سلنه شوې، فکر کوم چې ۵۰۰ زره کېږي.»
د ګردېز پټان لارې ترانزیټي کېدل، په ګمرکونو، مستوفيت او اړوند ادارو کې د چارو سمون، د پانګونې او سوداګرۍ برخه کې د اسانتياوو برابرول د دغه ولایت د پانګوالو او سوداګرو نورې غوښتنې وې.
يو تن پانګوال فضل الدين جلالزی وايي:«په هر ځای کې یې ځان ته ځای نیولی او د شپې هم مال تخلیه کوي او د ورځې هم، دا د صنعت لپاره یوه ډېر ستر ګوزار دی.»
يو تن سوداګر محمد رحيم هم څرګندوي:«هرې ادارې ته چې ځې ته چې مجاهد یا طالب نه وې کار دې نه اجرا کېږي.»
ياد پلاوی وايي، د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل په موخه به د هېواد نورو ولایتونو ته هم خپل سفرونه وغځوي.
په دې اړه مو اندونه