د اغاخان فرهنګي بنسټ مسوولان وایي، د هرات پنځم منار د لومړۍ برخې د چارو په بشپړېدو سره به د دغه تاریخي منار د ړنګېدو مخه ونیول شی.
د دې بنسټ د مسوولینو په وینا، د دغه منار د لومړۍ برخې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او تمه ده په نږدې راتلونکي کې یې د دویمې برخې چارې هم پیل شي.
د هرات پنځم منار د یو لرغوني تمدن، عزت او د پرتمین تاریخ ستون هم ګڼل کېږي.
د اغا خان په خپره شوې بیانیه کې راغلي: «هڅه کوو چې د پنځم منار پروژې د مرمت لومړۍ برخه تر راتلونکو دوو میاشتو پایته ورسوو. د لومړۍ برخې د چارو په پایته رسېدو سره به د دغه منار د ړنګېدو وېره له منځه لاړه شي. کومه محافظتي اوسپنه چې د دې منار په څنګ کې جوړه شوې، د زلزلې او شدیدو بادونو پر وړاندې به د منار ساتنه وکړي. د پنځم منار د چارو دویمه برخه به د لومړۍ برخې له پایته رسېدو سره سم، پیل شي.»
د هرات د پنځم منار د بیارغونې او مرمت چارې نږدې یو کال مخکې پیل شوې دي. د دې محافظتي اوسپنې پر جوړولو سربېره به د یاد منار شاوخوا چاپېریال او د کاشیو د کلکولو چارې هم پیل شي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابدو د ساتنې امر زلمی صفا پهدې اړه وايي: «د افغانستان او نړۍ ټولو فرهنګیانو ته زیری ورکوم چې نور انشاء الله د هرات پنځم یا کج منار د نړېدو وېره نهلرو.»
دغه منار د هرات له نورو څلورو منارونو د لرېوالي له امله د پنځم منار په نوم یادېږي. هرات ښاریان او فرهنګپالان د دې لرغونې ابدې له ړنګېدو د مخنیوي په پار خوښي څرګندوي.
د فرهنګي چارو کارپوه محمد صدیق میر وايي: «دغه منارونه د یوه تمدن، هنر او ځانګړي جوړښت بیانوي.»
دغه منار له تېرو شلو کلونو راهیسې د اوسپنیزو کیبلونو په وسیله ساتل کېده. په وروستیو کلونو کې د دې لرغونې ابدې د له منځهتلو په پار جدي اندېښنې موجودې وې. د هرات پنځم منار څه باندې ۶۰۰ کاله مخکې د ملکې ګوهرشاد بېګم په سپارښتنه ورغول شو.
په دې اړه مو اندونه