د ميدان وردګو ځينې اوسېدونکي د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د بې کیفیته او تاریخ تېره درملو له زیاتوالي شکایت کوي.
دوی وایي، بې کیفیته درملو یې د درملنې پر ځای روغتیایي ستونزې لا زیاتې کړې دي.
د ميدان وردګو اوسېدونکی حميدالله وايي:«دغه درمل کیفیت نه لري او د معتادانو د درملنې لپاره اغېزمن نه دي.»
د ميدان وردګو بل اوسېدونکي نورالرحمان هم وویل:«بې کیفیته او تاریخ تېره درمل پلورل کېږي او ناورغ ته هېڅ ګټه نه لري.»
د ميدان وردګو اوسیدونکی عمرافغان هم څرګندوي:«د بې کیفیته درملو له امله خلک پاکستان ته ځي او او خپلو ناروغانو ته له هغې ځایه درمل راوړي.»
بلخوا ځينې درمل پلورنکي وایي، د درملو واردونکي شرکتونه د معیار خلاف هېواد ته بې کیفیته درمل را واردوي او له حکومته غواړي چې د دا ډول کسانو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
درمل پلورنکی کفايت الله اعظمي وايي:«ځينې درمل چې راځي بې کیفیته دي او د هغه په منځ کې د درملو پر ځای تباشیر دي.»
بل درمل پلورنکي محمدالله هم وویل:«ځينې جواز نه لري او درمل پلوري او کیفیت نه لري.»
په همدې حال د دغه ولايت سيمه ييز مسولين وايي، د درملو د کيفيت کنټرول په برخه کې يې اقدامات کړي او په راتلونکي د لا زياتو هڅو ډاډ ورکوي.
د ميدان وردګو د اطلاعاتو کلتور رييس حبيب الله مجاهد څرګندوي:«په دې برخه کې د اسلامي امارت چارواکي متوجه دي. په ځانګړې توګه د سټنډرډ اداره او په هر ولایت کې د عامه روغتیا چارواکي په دې هکله څارنه کوي.»
په هېواد کې د درملو او روغتيايي توکو د توليد کمښت هغه ستونزه ده چې د روغتیا اړوند ډېری توکي له بهرنیو هېوادونو را واردېږي.
په دې اړه مو اندونه