Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بادغیس اوسېدونکي: د پستې ځنګلونه دې په ملي پارک تبدیل شي

د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دې ولایت د پستو ځنګلونو سیمه دې په ملي پارک بدله شي.

دوی وایي، په‌دې کار سره به دې ولایت ته د تلونکو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات او سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د بادغیس اوسېدونکی محمد حاتم وايي: «دې ځای ته دې رسېدنه وشي، سرکونه دې جوړ شي، سیمه مې ورسره ښه کېږي، خبره دا ده چې یو ملي پارک ترې جوړ شي.»

د بادغیس یو بل اوسېدونکی ولید زیاتوي: «له مرکزي او سیمه‌ییز حکومت زموږ غوښتنه دا ده چې داسې یو کار لاس پورې کړي چې دا سیمه په ملي پارک تبدیل کړي.»

د بادغیس د اوسېدونکو په وینا که دغه سیمه ملي پارک ونومول شوي، دغه ولایت ته د تلونکو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر به زیات او د دغه ولایت ډیرو اوسېدونکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د بادغیس اوسېدونکی سید عتیق‌الله وايي: «هیله ده چې اسلامي امارت دغه سیمه ان د بهرنیو ګرځندویانو لپاره په یوه ځانګړي ځای تبدیل کړي.»

د بادغیس پوهنتون استاد فهیم انتظار وايي: «د دې سیمې پاکوالي، سمسورتیا او طبیعت ته په کتو باید په افغانستان کې دا سیمه باید د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د جذب لپاره په ملي پارک تبدیله شي.»

په همدې حال کې د بادغیس سیمه‌ییز مسوولان وایي، هڅه کوي چې د پسته لق سیمه په ملي پارک بدله کړي.

د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع‌الله متقي زیاتوي: «د اسلامي امارت هڅه کوي، هر کار چې د افغانانو په خیر وي او دوی ته د کار زمینه برابروي، د هغې لپاره خدمت او کار کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست د یو شمېر مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د پستې ځنګلونو زیاته برخه بېا رغولې او تمه ده چې په راتلونکي کې هم دغه بهیر دوام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه