Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې د "نهاد راډیو او پیکان ټلوېزیون" د خپرونو تړل کېدل

په بلخ کې د دوو خصوصي رسنیو مسوولان وايي، د اقتصادي ستونزو او محدودیتونو له کبله یې خپرونې بندې کړې دي.

د نهاد راډیو او پیکان ټلویزیون مسوولان زیاتوي، د دغو رسنیو د خپرونو بندېدو سره، ۲۵ خبریالان او اداري کارکوونکي بې‌دندې شوي دي.

د نهاد راډیو نشراتي مسوول سید محمد یزدان‌پرست وايي: «په هغه صورت کې چې د اقتصادي ستونزو له کبله له رسنیو ملاتړ و نه‌شي، ډېری رسنۍ به خپلې خپرونې بندې کړي او دا د اندېښنې وړ ده.»

د پیکان ټلویزیون نشراتي مسوول فردین عبدي وايي: «په‌دې مهال کې له بده مرغه نه د خبریالانو د حقونو مدافعانو او نه هم د هغو بنسټونو له لوري چې په‌دې برخه کې کار کوي، جدي ملاتړ شوی.»

خبریال صبغت‌الله توران وايي: «د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د نه ملاتړ له کبله د ۱۸ نارینه‌وو او اووه ښځو په ګډون ۲۵ کسان چې په دوو رسنیو کې په کار بوخت و، له بده مرغه بې‌کاره شول.»

په شمال حوزه کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولان بیا وایي، هڅه یې وکړه چې د دې رسنۍ خپرونې دوام وکړي، خو بریالي نه‌شول.

په شمال حوزه کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول عبداللطیف سهاک وايي: «موږ تر یوه بریده خپله هڅه وکړه، خو له بده مرغه و نه توانېدلو چې د دې رسنیو اقتصادي ستونزې حل کړو، بالاخره د دې رسنیو دروازې وتړل شوې.»

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، هڅه کوي چې دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو لپاره آسانتیاوې رامنځ‌ته کړي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر عطا محمد ساهو وايي: «څو رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله خپلې خپرونې درولي او اطلاعاتو او کلتور ریاست کوم محدودیت نه‌دی لګولی او موږ تل هڅه کړې چې خصوصي رسنیو ته اسانتیاوې برابرې کړو او همکاري ورسره وکړو.»

په بلخ کې د دغو دوو رسنیو فعالیتونه داسې مهال بندېږي چې تېر کال په کب میاشت کې د دې رسینو په ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله پراخ مالي زیانونه واوښتل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه