یو اوکراینی وګړی چې د پخواني شوروي د سره پوځ د یرغل پر مهال افغانستان ته راغلی و او د هغه وخت مجاهدینو ته تسلیم شوی و، اوس په کندوز ولایت کې له سخت اقتصادي او روغتیايي وضعیت سره لاس او کرېوان دی.
۶۰ کلن ګینَډي، چې اوس د نېک محمد په نوم یادېږي؛ هغه اوکرایني وګړی چې په وینا یې په ۱۹۸۳ زیږدیز کال کې د سرو پوځونو په لیکو کې افغانستان ته راغلی و او له شپږ میاشتني حضور وروسته، د تخار ولایت بنګي پُل سیمه کې د سهار لمانځه د اذان په اورېدو سره، د هغه وخت مجاهدینو ته تسلیم او مسلمان شو.
نیک محمد د ځان د تسلیمېدو کیسه داسې کوي:«د سهار پنځه نیمې بجې له مجاهدینو سره مخ شوم، غوښتل یې چې ما ووهي، ما وویل چې ما مه وهئ، بیا قومندان امیر له ځان سره بوتلم، بیا هغوی خوارکیانو تیږې بېرته واچولې او زه یې ونه وهلم، یوه کور ته یې بوتلم بیا یې ما ته چای او ډوډۍ راکړه.»
دغه عمر خوړلی سړی له سرپرست حکومته او مرستندویه بنسټونو غواړی چې د هغه د درملنې او د لس کسیزې کورنۍ د لګښت په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
نېک محمد د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«درملنه مې وشي په تګ وکړای شم، راسته سترګه مې ړنده ده.»
د نېک محمد مېرمن وايي چې له دې مخکې هغه په کندوز ښار کې د موټر پر چلولو بوخت و؛ خو له ۱۶ کلونو راهیسې ناروغ دی او په سختۍ سره کولای شي چې په لاره ولاړ شي.
د نېک محمد مېرمن بي بي هوا وايي:«کار نهشي کولای، همداسې پروت دی، له کار او باره پاتې دی او پښه یې داسې ده تاسې یې وینئ.»
د نېک محمد لور پلوشه هم څرګندوي:«زموږ ژوند ډېر ستونزمن دی، زښته زیاته سخته ده زه ځوانه یم ماشومان مې واړه دي بې سرپرسته دي پلار مې معیوبه دی ستونزه لري.»
د نیک محمد ملګري او د کورنۍ غړي هم له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د درملنې او اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د نېک محمد ګاونډي امیر جان وویل:«له هغه سره همکاري ډېره اړینه ده؛ ځکه چې موږ مسلمان یوو او هغه هم مسلمان شوی او له موږ سره په یوه دین کې شریک شوی دی.»
نېک محمد چې اوس د خپلې کورنۍ له لسو غړو سره کندوز ښار کې ژوند کوي، وایي، چې د خپلوانو له پرله پسې غوښتنو سره سره، یوازې یو ځل یې اوکراین ته سفر کړی او تل یې ژوند کولو ته په افغانستان کې لومړیتوب ورکړی دی.
هغه وایي، پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، مخابراتي سیستم پرې شوی او په اوکراین کې یې له خپلو خپلوانو سره اړیکه نهده ټینګه شوې. نوموړی له دې امله چې اوکراین د جګړې په اور کې سوځي، سخت اندېښمن دی.