Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سږ کال به د هرات د سرو زرو (زعفرانو) حاصلات دوه برابره وي

د هېواد د زعفرانو د کروندګرو ټولنه وایي چې سږکال په هرات کې د زعفرانو حاصلات دوه برابره زیات شوي دي.

د دغې ټولنې د شمېرو پر بنسټ، تمه ده سږکال هرات کې نږدې څلوېښت ټنه زعفران راټول شي.

د زعفرانو د کروندګرو د ټولنې، رییس بشیر احمد رشیدي و ویل: « روان کال په هرات ولایت کې بې ساري کښت ته په کتو سره په ټوله کې ویلی شو چې موږ به شاوخوا څلویښت ټنه حاصلات ترلاسه کړو.»

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، پیر محمد حلیمي وویل:« شاوخوا شل زره ټنه د زعفرانو په کښت بوخت دي، چې سږ کال د زعفرانو حاصلات هم د تېرکال په پرتله ښه شوي دي.»

که څه هم په هېواد کې د زعفرانو حاصلات زیات شوي، خو د زعفرانو یو شمېر کاروباریان وایي چې له هېواده بهر د دغو سرو زرو د صادرولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د زعفرانو کروندګر، عبدالشکور ایثار وویل: « د ځانګړو بسته بندیو او د افغانستان د شرکتونو په نوم ډېر کم صادریږي، مثلاً موږ یې هند او ترکیې ته صادر کوو او هغوی یې په خپل نوم په نړۍوالو بازارونو کې پلوري .»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایي امر، محمد یوسف امین څرګنده کړه: « پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو له امله د نړۍوالو بانکي سیسټمونو له لارې د پیسو د انتقال په برخه کې ستونزې لرو او هیله من یو چې د یادو بندیزونو په له منځه وړلو سره به دغه ستونزې هم له منځه لاړې شي.»

د زعفرانو د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې، هرات کې د زعفرانو د ګل کلنی نندارتون جوړ شوی، چې ګڼې مېرمنې هم په کې حضور لري.

په دغه ولایت کې د زعفرانو څه باندې اتیا سلنه کښت، راټولول او چمتو کول، د ښځو او نجونو له لوري کیږي.

د زعفرانو د ګل په دغه نندارتون کې غرفه لرونکې، غنچه ګل کریمي وویل: « بندیزونه دې کم شي تر څو ښځې وکولی شي په نندارتونونو کې ګډون وکړي او وکولی شو هر هغه څه چې تولید کوو، بازارونو ته یې وړاندې کړو.»

د افغانستان زعفران په نړۍوال بازار کې خورا زیات پېرودونکي لري.

هندوستان، کاناډا، سعودي عربستان او اسپانیا سږکال د هېواد د زعفرانو ستر پېرودونکي هېوادونو وو.

په تېر یو کال کې، د افغانستان څه باندې شل ټنه زعفران چې ۲۱ میلیونه ډالره ارزښت لري، دغو هېوادونو ته صادر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه