Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: نړۍوال صنعتي هېوادونه دې په افغانستان کې خپل مسوولیت ادا کړي

ننګرهار کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اقلیمي بدلون درې ورځنی نړیوال علمي کنفرانس پيل شو.

د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي او د کنفرانس ګډونوال وايي چې په تیرو کلونو کې د بهرنیو پوځیانو له لوري د د ډول ډول وسلو او بمونو د کارولو له امله، د افغانستان خاورې او چاپیریال جدي زیان لیدلی دی.

د دوی په خبره، نړۍ په ځانګړې توګه صنعتي هیوادونه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي پایلو د مخنیوي په برخه کې مسوولیت لري.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم و ویل: « په فزیکي شکل موهم د یرغلګرو له لوري ستونزې ولېدې، د بمونو مور یې راباندې وکاروله، زموږ په ښایسته باغونو کې یې سړکونه جوړ کړل، ښایستې ونې له منځه یوړې، سرسبزې ختمه کړه.»

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر و ویل: « « د اقلیمي بدلون په اړه چې د نړۍ صنعتي هېوادونو ته کوم مسوولیتونه راجع دي له افغانستان سره به د دغو اغیزو په مخنیوی کې مرسته کوي.»

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اقليمي بدلون رییس روح الامين په دې اړه و ویل: « د ابو، کرنې، ځنګلونو، څړځایونو، د ژوند تنوع، روغتیا او انرژي هغه سکټورونه دي چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر اغیز مني.»

دغې ناسته کې د اقلیمي بدلون د منفي پایلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ځینې وړاندیزونه هم وشول.

ځینو ګډونوالو د کرنې او اوبو لګولو له وزارت څخه وغوښتل چې د ځنګلونو وهل کېدو د مخنيوي سربیره، د نویو ځنګلونو او چیک ډیمونو د جوړولو په برخه کې ګام پورته کړي.

د ننګرهار مرستيال والي سعيد احمد بنوري و ویل: « نوي ځنګلونه کېښودل شي، نوې ونې کېښودل شي او د هغوی ساتنه وشي نو دا شته ځنګلونه به هم پر ځای پاتې شي او زموږ غرونه به بېرته اباد شي.»

د ننګرهار پوهنتون رییس دکتور خليل احمد بهسودي و ویل: « د اقلیمي بدلون په اړه نړۍوال سیاسي چلن کوي. زموږ هېواد د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې تر ټولو کم رول لري.»

د پوهنتون استاد عصمت الله دراني داسې و ویل: « دېرش میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له سترو کړاوونو سره مخ دي. د دې ستر ناورین مسوولیت هغو پرمختللو هېوادونو ته ورګرځي چې افغانستان یې جګړې تحمل کړي دي.»

د معلوماتو پر بنسټ، یاد کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي چې په کې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو او څیړونکو سربیره، د نړۍ د ځینو هیوادونو استادانو او څیړونکو هم ګډون کړی دی.

د دغه کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې لېږل شوي، چې له ډلې یې ۲۰ مقالې له بهرنیو هېوادونو څخه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه