وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په شهدای صالحین کې د بودايي پېر د ۱۴ لرغونو برخو کشف

د کابل د شهدای صالحین د نارنج غونډۍ کې د علمي او لرغونو سپړونو په لړ کې، د بودايي پېر ۱۴ برخې کشف شوې دي.
 
تر اتو کاله وړاندې پورې د کابل د شهدای صالحین په نارنج غونډۍ کې د لرغونپېژندونکو له لوري کېندنې کېدلې.

په دې موده کې د دې غونډۍ په څلورو برخو کې د بودایانو لرغونې آثار ترلاسه شوي دي. چې څو استوپې، یوه اتش کده، ۲۴ ماتې مجسمې او دوه جوړې مجسمې چې د یوې شاهزۍ او شاهزاده دي ترلاسه شوي دي.

لرغونېژندونکی وحید رحیمي:«د بودایانو ټول عبادت ځایونه په لوړو سیمو کې دي چې ښه نظاره ولري ترڅو په هغه وخت کې چې کاروانونه چې له دغو لارو تېرېدل، ټولو کولای شول عبادت ځایونه وویني او له دغو عبادت ځایونو دغه سیمې تر څار لاندې لرل.»

په نارنج غونډۍ کې یوه لویه استوپه یا ګومبزه او څو نورې وړې استوپې له یوه اورتون سره پیدا شوي دي چې وړې استوپې د خلکو له لوري د نذر په توګه جوړې شوې دي او په منځ کې یې ګرانبیه  توکي اېښودل کېدل، خو لویې استوپې یا ګومبزې د واکمنو له لورې جوړېدلې.

خو  له نذري استوپو نه تر لاسه شوي ۲۴ خټینې مجسمې ټولې ماتې شوې دي او یوازې یوه خټینه مجسمه چې روغه پاتې ده پر ځمکه لوېدلې ده.  

لرغونپېژندونکی روح الله احمدزی څرګندوي:«دا کیندنې تراوسه د کابل په څو لرغونو برخو کې شوې دي. د هغوی ځینې په خپلواکه توګه د لرغونپېژندنې انسټېټیوټ له لاروي شوي دي او ځينې کیندنې د بېلابېلو بنسټونو له همکارۍ سره شوې دي.»

بودايي دین د آشوکا په دوره کې د هند د آریايي پاچایانو له لوري آریانا او ننني افغانستان ته راغی او د اسلام تر راتګ مخکې دود و. له  درېیمې تر اوومې زیږدیز پېړۍ د بودایانو تر ټولو لوی عبادت ځای په بامیان کې و. بودايي دین واک ته د کوشانیانو په رسېدو سره په رسمیت وپېژندل شو او وروسته د کنشکا په دوره کې د ورېښمو لارې له طریقه چین، جاپان او ان کوریا ته ولېږدول  شو.

د بودايي دین څېړونکی کتاب خان حفیظي وايي:«په بودیزم دین کې د اور عبادت د زردشت نه پاتې دی او همدا ډول سینه په سینه او نسل په نسل د اسلام د دین تر خپرېدو د اور عبادت په دغه دین کې دود و.»

د بودايي دین بنسټګر سیدارتاګوتاما بودا و چې له پنځمې تر شپږمې زیږدیزې پيړۍ یې ژوند کاوه. د دغه دین اصلي ځای نننۍ نيپال دی.
 
بودايي دین د آشوکا په دوره کې د هند د آریايي پاچایانو له لوري آریانا او ننني افغانستان ته راغی او د اسلام تر راتګ مخکې دود و. له  درېیمې تر اوومې زیږدیز پېړۍ د بودایانو تر ټولو لوی عبادت ځای په بامیان کې و.

شریک یي کړئ