Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د لنډو او مستند فلمونو د نندارې فېسټيوال

په کابل کې د «دید نو» په نوم د لنډو او مستند فلمونو د نندارې فېسټيوال جوړ شوی دی.

دغه فېسټیوال په داسې حال کې جوړ شوی چې یو شمېر فلم جوړېدونکي د اوږدو فلمونو له نشتوالي شکایت لري.
 
ځينې فلم جوړونکي وایي، که د دوی ملاتړ وشي، کولای شي په راتلوونکي کې داسې فلمونه نندارې ته وړاندې کړي چې اوږده وي او ښه منځپانګه ولري.

هنرمند او فلم جوړونکی همایون سخي وویل:«د اقتصادي ستونزو او د امنیتي او سیاسي موضوعګانو ته په کتو چې اوس په هېواد کې شتون لري، ونه توانېدو چې لوړ فلم جوړ کړو تراوسه چا موږ ته جواز نه دی راکړی.»   

هنرمند او فلم جوړونکی فیاض افتخار وايي:«نن ۱۵ فلمونه نندارې ته وړاندې کړل شول. ازادي فلم مې خوښ شو او اقرا فلم چې خپل مې و.»

د دغه پروګرام یو شمېر جوړونکي د فېسټېوال اصلي موخه په هېواد کې د فلم جوړونکو ملاتړ ګڼي.
   
د دید نو فېسټيوال سرمدیر سید حبیب الله سادات د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«د دید نو فېسټيوال د افغانستان په کلتوري تاریخ کې ځانګړی ځای ځایګی لري. تاسې پوهېږئ په هغو شرایطو کې چې موږ یوو، سینما په افغانستان کې له لومړیو له بده مرغه د یوه سوداګریز صنعت په توګه رامنځته شوی نه دی.»

بل خوا، د دغه فېسټیوال ځينې ګډونوالې که څه هم د ښځو پر پيکه حضور نیوکه کوي، خو د فلمونو منځپانګو ته خوشبینې دي.
 
ګډونواله فایضه سلطاني وايي:«ښه او ښوونیز فلمونه وو؛ فلم د زده‌کړو د دوام ه هکله وو، دا چې د زده‌کړو لپاره هېڅکله ځنډ نه دی. د دې په هکله چې په هېواد کې پاتې شو. فلم وو.»

په دغه فېسټیوال کې چې په اریانا سینما کې د کورنیو او بهرنیو ډایرکټرانو تر ۸۰ ډېر لنډ او مستند فلمونه نندارې ته وړاندې شوي او دغه فېسټیوال به درې  ورځې دوام ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه