Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکل شوې سبا ته د افغانستان او المان تر منځ کلنۍ ناسته جوړه شي

د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې (GIZ) په وینا، ټاکل شوې ده چې سبا ته د افغانستان او المان ترمنځ کلنۍ ناسته جوړه شي.

ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې به جرمني په بېلابېلو سکتورونو کې له افغانستان سره خپلې کلنۍ مرستې اعلان کړي.

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې آلمان ۴۲۰ مېلیونه یورو مرسته په مشروط ډول د افغانستان لپاره په پام کې نیولې ده، خو د دې پیسو د ټاکلې اندازې تخصیص به د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د سبا د خبرو په پایلو پورې اړه ولري.

ټاکل شوې ده د اکټوبر میاشتې پر لومړۍ نېټه د افغانستان او جرمني د حکومتونو د استازو تر منځ په آنلاین توګه غونډه جوړه شي.

 که چېري افغان حکومت په دې غونډه کې په بېلابېلو برخو کې د جرمني تمې پوره کړي. په راتلونکي کال کې به له افغانستان سره څلور سوه مېلیون یورو مرسته وکړي.

له افغانستان سره د المان د همکاریو د څارنې، ارزونې او اړیکو رییس رووف مدقق وویل:«د افغانستان او جرمني تر منخ کلني مذاکرات سبا پېلېږي. په دې غونډه کې به د مالیې وزارت د افغانستان د استازو مشري پرغاړه ولري او د جرمني د دولت استازي به د دغه هېواد د پراختیا او اقتصادي همکاریو د وزارت په مشرۍ حضور ولري.»

افغانستان او جرمني په داسې حال کې د راتلونکي کال لپاره د مرستو پر جلب خبرې کوي چې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته ملي عواید د پام وړ کم شوي دي او د بودیجې د کسر د زیاتېدو احتمال هم شته.

جرمني له ۲۰۰۹ زیږدیز کال رهسې د اقتصادي پراختیا، ښې حکومتولۍ، بشري مرستو او ښاري پراختیا په برخو کې له افغانستان سره د نږدې پنځه مېلیارده یورو مرسته کړې ده او د جرمني د همکاریو د بنسټ د مسوولانو په وینا دغو او ورسره نورو مرستو جرمني له افغانستان سره په دویم تر ټولو ډېر مرسته کوونکي هېواد بدل کړی دی.

جرمني له ۲۰۰۹ زیږدیز کال رهسې د اقتصادي پراختیا، ښې حکومتولۍ، بشري مرستو او ښاري پراختیا په برخو کې له افغانستان سره د نږدې پنځه مېلیارده یورو مرسته کړې ده.

Thumbnail

د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې (GIZ) په وینا، ټاکل شوې ده چې سبا ته د افغانستان او المان ترمنځ کلنۍ ناسته جوړه شي.

ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې به جرمني په بېلابېلو سکتورونو کې له افغانستان سره خپلې کلنۍ مرستې اعلان کړي.

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې آلمان ۴۲۰ مېلیونه یورو مرسته په مشروط ډول د افغانستان لپاره په پام کې نیولې ده، خو د دې پیسو د ټاکلې اندازې تخصیص به د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د سبا د خبرو په پایلو پورې اړه ولري.

ټاکل شوې ده د اکټوبر میاشتې پر لومړۍ نېټه د افغانستان او جرمني د حکومتونو د استازو تر منځ په آنلاین توګه غونډه جوړه شي.

 که چېري افغان حکومت په دې غونډه کې په بېلابېلو برخو کې د جرمني تمې پوره کړي. په راتلونکي کال کې به له افغانستان سره څلور سوه مېلیون یورو مرسته وکړي.

له افغانستان سره د المان د همکاریو د څارنې، ارزونې او اړیکو رییس رووف مدقق وویل:«د افغانستان او جرمني تر منخ کلني مذاکرات سبا پېلېږي. په دې غونډه کې به د مالیې وزارت د افغانستان د استازو مشري پرغاړه ولري او د جرمني د دولت استازي به د دغه هېواد د پراختیا او اقتصادي همکاریو د وزارت په مشرۍ حضور ولري.»

افغانستان او جرمني په داسې حال کې د راتلونکي کال لپاره د مرستو پر جلب خبرې کوي چې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته ملي عواید د پام وړ کم شوي دي او د بودیجې د کسر د زیاتېدو احتمال هم شته.

جرمني له ۲۰۰۹ زیږدیز کال رهسې د اقتصادي پراختیا، ښې حکومتولۍ، بشري مرستو او ښاري پراختیا په برخو کې له افغانستان سره د نږدې پنځه مېلیارده یورو مرسته کړې ده او د جرمني د همکاریو د بنسټ د مسوولانو په وینا دغو او ورسره نورو مرستو جرمني له افغانستان سره په دویم تر ټولو ډېر مرسته کوونکي هېواد بدل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه