Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه ترکیې ته الوتنې یو ځل بیا ودرول شوې

د ترکیې د مُلکي هوايي چلند ادارې ویلي دي چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، له افغانستان، ایران او عراق څخه ترکیې ته الوتنې یوځل بیا درول شوې دي.
 
ترکیې ته د ترکیش ایرلاینس او د کورنیو شرکتونو د الوتنو له بېرته پېلېدو نږدې دوه اونۍ وروسته، دا الوتنې د کورونا ویروس د پراختیا له مودې راهیسې د درېیم ځل لپاره درول شوې دي.

ورته مهال د افغانستان د مُلکي هوايي چلند ادارې رییس محمد قاسم وفايي وايي چې الوتنې باید د روغتیايي تدابیرو په رعایت سره پيل شی؛ له هغې پرته دا چې په ترکیه کې د کووېډ نولس ناروغان ډېر دي، شونې ده چې دغه اداره له ترکیې افغانستان ته د یو طرفه الوتنو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ مخکې ترکیش ایرلاینس او د افغانستان کورنیو شرکتونو ترکیې ته الوتنې پیل کړې وې. دا الوتنې له دې مخکې دوه ځلې درول شوې وې او اوس د درېیم ځل لپاره ودرول شوې.
        
د ملي هوایي چلند د ادارې رییس محمد قاسم وفايي زاده وویل:«د نړیوالو شمېرو پربنسټ په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر په افغانستان کې له ترکیې زیات دي او د یوه وقایوي میکانیزم په نشتون کې د دې امکان شته چې موږ هم افغانستان ته له ترکیې یو طرفه الوتنې ودروو.»

د ترکیې د ملکي هوایي چلند ادارې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له څېړنې وروسته د افغانستان د الوتنو د درېدو پرېکړه کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې لا هم په هېواد کې د کوویډ نولس د ناروغانو شمېر مخ پرزیاتېدو دی.
 
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي:«په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د ۳۵۷ شکمنو موردونو څخه ۴۴ موردونه مثبت شوي چې د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۳۹ زره او ۳۴۱ ته رسېږي.»

په دې لړ کې د سیاحتي شرکتونو ټولنه د روغتیا وزارت له لوري ورکړل شوې شمېرې له پوښتنې سره مخ کوي.
         
د سیاحتي شرکتونو د ټولنې مرستیال مسعود بینا څرګنده کړه:«په دې وروستیو کې کله چې د کورونا په اړه شمېرې ورکول کېږي ځينې وخت له دوه ولایتونو پرته د نورو ولایتونو شمېرې نه ورکول کېږي، خو په داسې بڼه رسنیز کېږي چې اصلاً ادارې سره همغږي نه لري. خو د هغه زیانونه او اغېزې پر هوايي چلند دي.»

د افغانستان د هوایي چلند اداره وایي چې د ترکیې د ملکي هوايي چلند ادارې دا ځل د افغانستان الوتنې د روانې زیږدیزې میاشتې تر اوولسمې درولې دي.

 ترکیه له افغانستانه اروپا او امریکا ته د تلونکو مسافرو له اصلي لارو بلل کېږي.

شریک یي کړئ