د ایران د اوسپنۍ پټلۍ ادارې مرستیال، عباس خطیبي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې اوس مهال د اوسپني پټلۍ ددغې لارې کار ۹۳ سلنه مخته تللی او تر دوو راتلونکو میاشتو پورې به بشپړ شي.
په همدې حال کې د هرات د اوسپنۍ پټلۍ برخې مسوولین بیا وايي تر لسو ورځو پورې به د هرات ـ خواف د اوسپني پټلۍ د څلورمې برخې چې له غوریان ولسوالۍ څخه تر هوايي ډګره پورې ده د افغانستان د حکومت له لورې پیل شي.
له دې سره هم مهاله د سوداګرۍ او پانګوونې خونه وايي د هرات - خواف د اوسپني پټلۍ لارې په ګټي اخېستني سره به د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو پروسې ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال، وايي:«ډېر هیله من یوو چې تر یوې او دوو میاشتو پورې دا پروژه سل په سلو کې بشپړه شي او ګټې اخیستو ته چمتو شي.»
همداراز د هرات د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس، سیدآقا عزیزي زیاتوي:«څلورمه برخه ۴۳ کیلوتره سروې، د جیوتیکنیکل لومړني مراحل یې له نیکه مرغه بشپړه شوي دي او قزاقي اجراکوونکی شرکت د موادو زېرمه کولو په حال کې دی.»
د هرات - خوافد اوسپنې پټلۍ ۲۲۶ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۷۷ کیلو مټره یې د ایران په خاوره کې او ۱۴۹ کیلومټره یې د افغانستان په خاوره کې غځول کیږي. د اوسپنې دا پټلۍ په څلورو برخو کې جوړیږی چې دوه برخې یې د ایران په خاوره کې او یوه برخه یې د افغانستان په خاوره کې جوړېږي . د اوسپنې ددې پټلۍ څلورمه برخه د هرات د غوریانو ولسوالۍ له روزنک سیمې نه ددغه ولایت تر هوایي ډګره ۸۷ کیلومټره اوږدوالی لري چې تر اوسه یې کار نه دی پېل شوی
د هرات د سوداګرۍ او پانګونو خونو رییس، عبدالطیف قناویزیان څرګندوي:«خواف ـ هرات کولی شي چې د هرات ښار له ټولې نړۍ سره ونښلوي او صادرات وده وکړي.»
ایراني چارواکي وایي چې د هرات - خواف د وسپنې پټلۍ ددغه هېواد د چاه بهار او عباس له بندرونو سره نښلول کیږی.
بل خوا د هرات په غوریانو ولسوالۍ کې د هرات- خواف د اوسپنې د پټلۍ پر وړاندې امنیتي ګواښونه لاهم اندېښمنوونکي بلل کیږي.
د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ د امنیتي کنډک قومندان، سمونوال نجیب الله صافی بیانوي:«کله چې په یوه سیمه کې کار راځي، نفوس زیاتیږي او کله چې امکانات راځي، هلته امنیتي ګواښونه هم وي، خو موږ خپل بشپړه چمتووالی لرو او د امنیتي ګواښونو مخه نیسو.»
د هرات خواف د اوسپنې پټلۍ د افغانستان او ایران تر منځ تر ټولو لویه بیخ بنايي پروژه ده.
تېرو کلونو کې د دغې بنسټېزې پروژې چارې د بېلابېلو لاملونو له مخې درول شوې وې، خو اوس د دواړو هېوادونو چارواکي ټینګار کوي چې دا ځل بې هیڅ لامل د پرمختګ مخه نه نیسي.