Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک افغانستان ته د ۲۰۰مېلیون ډالرو د ورکړې بهیر ودراوه

نړیوال بانک اعلان کړی دی چې افغانستان ته یې د ۲۰۰ مېلیون ډالرو د ورکړې بهیر درولی دی.

د یاد بانک رییس، هنري کرالي ولسمشر غني ته په یوه لیک کې د پاتې ۱۸۰ مېلیون ډالرو د ورکړې بهیر درولو لامل د مرکزي بانک لخوا د ټول اقتصاد په تړاو د مالوماتو او شمېر نه ورکړه ښودلې ده.

نړیوال بانک دغه لیک کې د افغانستان له مرکزي بانکه د څو کتبي غوښتنو بې ځوابه پاتې کېدو په هکله یادونه کړې او د ولسمشرۍ ماڼۍ مداخلې غوښتنه یې کړې ده.

د دغو ۲۰۰ مېلیون ډالرو د بستې د ۲۰ مېلیون نورو نه ورکړې لامل هم په وروستیو کې د عامه او خصوصي مشارکت قانون کې تعدیل ښودلی دی چې له مخې یې د عامه مشارکت او خصوصي پروژو اداره له ماليې وزارته اخیستل کېږي او ولسمشرۍ ماڼۍ چارو ادارې(د ولسمشرۍ چارو ادارې د پانګونې تسهیل واحد) ته سپارل کېږي.

نړیوال بانک له افغانستان سره سږ کال د ۶۰۰ مېلیون ډالرو مرستو ژمنه کړې ده.

له دې ډلې تر اوسه یې ۴۰۰ مېلیونه ډالر افغانستان حکومت ته سپارلې دي.

نړیوال بانک د افغانستان له مرکزي بانکه د څو کتبي غوښتنو بې ځوابه پاتې کېدو ویلي دي

شریک یي کړئ