Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سړه هوا او بلخ کې د کبانو ګرم بازار

بلخ کې د سړې هوا له رارسېدو سره د کب پلورونکو کاروبار د تېر کال پرتله ښه شوی دی چې شیرماهي، طغاره يي کب او ریګي یې خلک زیات خوښوي.

مزار شریف ښار کې کب پلورونکي وايي چې تر ډېره کبان له پاکستان او ازبکستانه راواردوي.

احمد ذکریا چې کابو شل کاله کیږي د کبانو غوښې په پلورلو بوخت دی وايي:«موږ په ټوله کې پنځه تر شپږ ډوله کبان لرو، دا شیرماهي خلک ډېر اخلي.»

کب پلورونکی، عبدالباقي زیاتوي:«مزار کې د امو سیند کبان، فارمي او پاکستاني کبان شته دي.»

د دې ترڅنګ بلخ ولایت کې د کب روزنې کابو پنځوس فارمونه شته چې په کې روزل شوي کبان نېږدې دو کیلوګرامه وزن لري.

د بلخ ولایت د  کرنې، مالدارۍ او ابولګونې ریاست د مالوماتو له مخې هر کال دغه ولایت کې له فارمونو شاوخوا دوه سوه پنځوس ټنه کبان ترلاسه کیږي.

د کرنې رییس، محمدسالم ساعي زیاتوي:«موږ هڅه کوو چې راتلونکي کال کې پر وړو کبانو پانګونه وکړو او په دې برخه کې د خصوصي سکتور ونډه اغېزمنه ده.»

د بلخ ولایت د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې طرحې د پلې کېدو په حال کې  دي او تمه ده چې د کبانو د غوښې تولید هم زیات شي.

سړه هوا او بلخ کې د کبانو ګرم بازار

بلخ ولایت کې د کب روزنې کابو پنځوس فارمونه شته چې په کې روزل شوي کبان نېږدې دو کیلوګرامه وزن لري.

Thumbnail

بلخ کې د سړې هوا له رارسېدو سره د کب پلورونکو کاروبار د تېر کال پرتله ښه شوی دی چې شیرماهي، طغاره يي کب او ریګي یې خلک زیات خوښوي.

مزار شریف ښار کې کب پلورونکي وايي چې تر ډېره کبان له پاکستان او ازبکستانه راواردوي.

احمد ذکریا چې کابو شل کاله کیږي د کبانو غوښې په پلورلو بوخت دی وايي:«موږ په ټوله کې پنځه تر شپږ ډوله کبان لرو، دا شیرماهي خلک ډېر اخلي.»

کب پلورونکی، عبدالباقي زیاتوي:«مزار کې د امو سیند کبان، فارمي او پاکستاني کبان شته دي.»

د دې ترڅنګ بلخ ولایت کې د کب روزنې کابو پنځوس فارمونه شته چې په کې روزل شوي کبان نېږدې دو کیلوګرامه وزن لري.

د بلخ ولایت د  کرنې، مالدارۍ او ابولګونې ریاست د مالوماتو له مخې هر کال دغه ولایت کې له فارمونو شاوخوا دوه سوه پنځوس ټنه کبان ترلاسه کیږي.

د کرنې رییس، محمدسالم ساعي زیاتوي:«موږ هڅه کوو چې راتلونکي کال کې پر وړو کبانو پانګونه وکړو او په دې برخه کې د خصوصي سکتور ونډه اغېزمنه ده.»

د بلخ ولایت د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې طرحې د پلې کېدو په حال کې  دي او تمه ده چې د کبانو د غوښې تولید هم زیات شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه