Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات او فراه کې په قصدي توګه د اورلګېدونو احتمال په هکله اندېښنې

خصوصي برخه د هېواد د لوېدیځ په ګمرکونو کې د وروستیو اور لګېدنو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خونو فډراسیون په تېره یوه میاشت کې د هرات او فراه په ګمرکونو کې پرلپسې اور لګېدنې د پوښتنې وړ ګڼي او وايي، که چېرې دغه پېښې په جدي توګه ونه څېړل شي؛ نو ښايي دغه وضعیت په نورو ګمرکونو کې هم تکرار شي.

د هېواد د لوېدیځو ولایتونو په ګمرکونو د اورلګېدونو دوام او خصوصي برخې ته یې د خورا ډيرو زیانونو اړولو د افغانستان د خونو فډراسیون اندېښنې راپارلې دي.

د افغانستان د خونو فډراسیون مرستیال وایي چې د ګمرکي بیخ بناوو پرنشتوالي سر بېره احتمال لري چې دا اورلګېدنې قصدي وي.
 
د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزی وايي:«مخکې مو هم ویلي وو که چېرې دولت د دا ډول پېښو مخه ونه نیسي، شونې ده چې تکرار شي. خدای مه کړه سبا په اقنیې او حیرتان کې دا ډول حوادث رامنځته نه شي چې هلته په لکونو ټنو زېرمې دي.»

بل خوا له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ادارې پخواني مسوولان وایي چې د هېواد په ګمرکونو کې اورلګېدونې په دغو ګمرکونو کې له فساد سره تړاو لري او وایي چې احتمال لري چې دا کار په دغو ګمرکونو کې د فساد د شواهدو د له منځه وړو لپاره وي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ادارې پخوانی رییس میوند روحاني څرګندوي:«کله چې حکومت په ګمرکونو کې له فساد سره مبارزې ته اقدام کوي او یا په ګمرکونو کې اصلاحات راوړي، دا ډول پېښې رامنځته کېږي.»

د مالیې وزارت ویاند محمد رفیع تابع وویل:«هغه اورلګېده چې په دې وروستیو کې په فراه کې رامنځته شوه، د دغه ولایت په ګمرک کې نه وه بلکې د سوداګرو په نفتي زېرمتون کې وه او د دغه ولایت ګمرک ته زیان نه دی رسېدلی.»

د اسلام کلا په ګمرک کې په اورلګېدنې سره په یلو لیټر تیلو کې لس افغانۍ زیاتوالی راغلی او دا ګرانپورنه لا هم په هېواد کې دوام لري.
 
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي:«دا پېښې څو شکونه رامنځته کوي. یا زما په منظور د لوړو بیو او ډېرې ګټې په پار ترسره کېږي او یا دا چې شونې ده د سوداګرو ترمنځ د قیمتونو د لوړولو لپاره یوه تباني وي.»

په  وروستۍ یوې میاشت کې داسلام کلا بندر کې له لویې اورلګېدنې، د فراه په ګمرک کې له یوې اورلګېدنې وروسته د فراه د ابونصر فراهي د ګمرک د تیلو په زیرمو کې اورلګېدونه درېیمه اورلګېدونه ده چې د هېواد په لوېدیځو ګمرکونو کې رامنځته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د حکومت او مالیې وزارت له لوري د دغو اورلګېدنو لامل نه دی روښانه شوی.

شریک یي کړئ