Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل - ستنبول ترمنځ د ترکیش اېرلاینر الوتنې زیاتېږي

افغانستان ته د ترکیش اېرلانیز هوايي شرکت الوتنې ۴۰ په سلو کې زیاتې شوي، چې ورسره به، دا شرکت؛ په اوونۍ کې له ستنبوله کابل او له کابله ستنبول ته ۱۰ الوتنې ولري.

د افغانستان د ملکي هوايي‌چلن اداره وایي، ترکیش اېرلاینز ته ځکه د ډېرو الوتنو اجازه ورکړل شوې، چې سپرلیو یې غوښتنه کوله.

پرون (پنج‌شنبه د غبرګولي په ۱۳ مه) ترکیش اېرلاینز هوایي شرکت، په لومړي ځل، له ستنبوله کابل او له کابله ستنبول ته دوه الوتنې وکړې، داسې چاره چې تر دې وروسته به اوونۍ کې درې ځل تکرار شي.

د حامد کرزي د نړۍوال هوایي ډګر ریاست وايي، د هرې الوتنې زیاتېدو سره د دوی عواید له ۳ نیم زرو تر ۵ نیم زرو ډالرو ډېرېږي.

د حامد کرزي د نړۍوال هوایي ډګر د عملیاتي معاونیت سرپرست محمد عیسی صادقي ویلي: «تر دې وړاندې په اوونۍ کې د ترکیش اېرلاینز اووه الوتنې وې. ډیلي فلایټ وې، خو اوس چې یې د سپرلۍ غوښتنې ډېرې شوي، درې نورې الوتنې یې زیاتې شوې، چې البته دا د ملکي هوايي‌چلن ادارې او د هوايي ډګر د عوایدو برخې ته یوه لویه لاسته راوړنه ده.»

د ترکیش اېرلاینز د درېیو الوتنو زیاتېدو سره، هغه انډول ماتېږي، چې ترکیې ته د افغانستان د کورنیو شرکتونو او د ترکیش اېرلاینز ترمنځ وو.

ترکیش اېرلاینز به تر دې وروسته هره اوونۍ کې ۸۴۰ تنه سپرلۍ ستنبول ته رسوي.

په دې سره د اریانا هوایي شرکت وایي، دا کار به د کورنیو شرکتونو په تاوان وي.

د اریا هوایي شرکت تجارتي مرستیال عمر فراست ویلي:« په هر بهرني سکټور کې چې بهرنیو شرکتونو ته د الوتنو اجازه ورکول کېږي، زموږ نظر باید واخلي، چې دا کار ستاسې پر "لوډ فکټور" منفي اغېز کوي که مثبت؟ او دا چې که دا الوتنې عملي شي، تاسې بیا دوام ورکولی شي؟!»

بل لوري د سیاحتي شرکتونو ټولنه د ترکیش اېرلاینز د الوتنو د زیاتېدو هرکلی کوي او وایي، په تېر کې چې دې شرکت الوتنې ډېرولې نو د ټکټونو بیې یې هم راکمولې، داسې چې د یوه ټکټ بیه به یې له ۴۰۰ ډالرو ۲۲۰ ډالرو ته راکموله.

د سیاحتي شرکتونو د ټولنې مرستیال مسعود بینا ویلي: « د ترکیش اېرلاینز سپرلۍ د اروپا او امریکا دي، زیات یې د نورو لویو وچو دي، چې اریانا او کام‌ایر یې نه‌شي رسولی.»

د افغانستان د ملکي هوایي‌چلن اداره وایي، تراوسه کورنیو هوایي شرکتونو، ترکیې ته د الوتنو د زیاتولو غوښتنه نه‌ده کړې.

د ملکي هوایي‌‌چلن ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ترکیش اېرلاینز ۹۵ سلنه سپرلۍ په ترکیه کې دمه کوي او بیا نورو هېوادونو ته ځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه