د افغانستان د سوداګرۍ او پانګهونې خونه وايي، د اسلامي امارت یو پلاوی د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا په موخه له کابل نه لاهور ته تللی دی.
د دې خونې مسوولان زیاتوي، ټاکل شوې د اسلامي امارت دا پلاوی د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې د اسانتیا برابرولو په موخه یو هوکړهلیک هم لاسلیک کړي.
د سوداګرۍ او پانګهونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «د کابل او لاهور تر منځ هوکړهلیک له مخکې چمتو شوی و او د اسلامي امارت پلاوی په دې اړه خبرې کوي چې د سوداګرو په همکارۍ دا هوکړهلیک لاسلیک کړي.»
بل پلو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان وايي، دا پلاوی به په دې سفر کې د لاهور له صنعتي پارکونو هم لېدنه وکړي.
ورته مهال یو شمېر کارپوهان د پاکستان له تګ-راتګ او ټرانیزټي لارو د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد پر مهال له شته ستونزو سر ټکوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخوانی مرستیال مزمل شینواری وايي: «هره لارۍ او کانټینر چې د تورخم له لارې تګ-راتګ کوي د پاکستان بېلابېلو ادارو له لورې کتل کېږي چې دا چاره وخت نیسي او له اقتصادي پلوه سوداګرو ته ګران تمامېږي.»
بلپلو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر تورخم ته تللی و چې د دې سفر پر مهال یې د تورخم ګمرک له مسوولانو، مسافرو او نورو اړوندو څانګو له چارواکو سره له نږدې لېدلي دي.
پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان یو مهم شریک ګڼل کېږي او د هېواد ډېری سوداګریز توکي یا پاکستان او یا هم د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
په دې اړه مو اندونه