Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه کې د افغانانو له خوا د کورونو او ځمکې په پېرلو کې زیاتوالی

په ترکیه کې د جایدادونو ځينې شرکتونه وايي چې په ترکیه کې د افغانانو له خوا د ځمکې او کورونو په پېر کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د املاکو یو شمېر شرکتونه وايي، له شپږ میاشتو راهیسې په ترکیې کې د کورونو د پېرلو لپاره تقاضا دوه برابره شوې او ۷۰ سلنه مشتریان یې هم د تېر حکومت لوړ پوړي او ټيټ پوړي چارواکي دي.

د احمدي ګلوبل ګروپ شرکت مسوول عمر احمدي وايي:«په دې وروستیو تحولات کې افغانان په ترکیه کې تر ډېره په کورونو پانګونه کړې ده، ځينو یې شرکت پرانیستی، ځينو یې رسټورانټ پرانیستی، او ډېریو له یوه لک ډالرو تر یو مېلیون، دوه مېلیون او حتا تر څلورو مېلیونو پانګونه کړې ده.»

د جایدادونو د یوه شرکت سلاکار بولینت اوذدن څرګندوي:«په ترکیې کې د ځمکو او کورونو په برخو کې د افغانانو د پانګونې د کچې په تړاو کره مالومات نشته؛ خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له یوه کال راهیسې شاوخوا ۱۵۰۰ سوداګر ترکیې ته د پانګونې لپاره تللي دي.»

د پانګونې او سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«ستونزه ده، له هېواده باید پانګه تېښته ونه کړي دا د هېواد په تاوان دی، له هېواده چې څومره پانګه ځي د هغه ګټه نورو خلکو لپاره ده زموږپه ګټه نه ده.»

د تېر حکومت له رانسکورېدو مخکې، په ترکیې کې د کورونو د پېر او پلور په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ تبلیغات کېدل او له دې سربېره په کابل کې هم یو شمېر سیاحتي شرکتونه په دې برخو کې کار کوي.

د یوه ګرځندویۍ شرکت مسوول قیس سهرابي وویل:«د اویا سلنه ټراول اجنسي شرکتونو کار همدا دی کله چې څوک کور اخلي، هلته دغه شرکتونه زښته زیاتې پیسې اخلي.»

د تېر حکومت له رانسکورېدو سره سم، یو شمېر پخوانيو چارواکو هم ځانونه ترکیې ته ورسول او همالته هستوګن دي؛ خو ځینې یې بیا له هغه ځایه نورو هېوادونو ته تللي دي.
 
یو شمېر پانګوال او سوداګر د ترکیې د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره هلته کورونه او یا هم ځمکې اخلي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه