Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې اړمنو ته د کابو ۸۰۰ مېلیونو ډالرو مرستو ځانګړي کېدل

د افغانستان د بیارغونې صندوق او نړۍوال بانک په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستې په پار کابو ۸۰۰ مېلیونه ډالره ځانګړي کړې دي.

لکه څرنګه چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې څانګه په کرنیزو ځمکو کې د غنمو د کښت له کموالي اندیښنه څرګنده کړې.

د افغانستان د بیا رغاونې صندوق او نړیوال بانک په افغانستان کې له ۷۹۰ میلیونه زیاتو ډالرو په ارزښت درې پروژې تصویب کړې.

تمه کېږي دغه پیسې د خوراکي توکو، معیشت او بیړنیو روغتیايي خدماتو په پروژو کې ولګول شي.

د افغانستان د بیارغونې او د نړۍوال بانک په اعلامیه کې راغلي دي:«دغه پروژه به د غنمو پر تولید تمرکز ولري. په دې سره به د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې له نږدې ۳۰۰ زره کورنیو او د ۲۰۲۳ کال په مارچ او نومبر میاشتو کې له ۳۰۰ زره نورو کورنیو ملاتړ وشي او همداراز به د ماشومانو له تغذیې، معلولو او یا هم ناعلاجه ناروغانو او له هغو کورنیو ملاتړ وکړي چې، سرپرستي یې د ښځو پر غاړه وي.

نږدې ۱۵۰ زره ښځې به د کرنې او تغذیې په برخو کې وروزل شي او دغه پروژه به پر کرنیزو چارو د بوختو ښځو او سیمه ییزو بازارنو تر منځ اړیکې لاپسې غښتلې کړي؛ څو ورسره د دوی محصولات په اسانۍ سره وپلورل شي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال له دغو مرستو هرکلی کوي خو وایي چې دغه مرستې باید له اسلامي امارت سره په همغږۍ ولګول شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د افغانستان اسلامي امارت غواړي هغه پیسې چې په تېر کې له افغانانو سره د مرستې لپاره راغونډې شوې دي دې ته په پام سره چې د افغانستان خلک هغې ته اړتیا لري، په خپل ځای ولګول شي او اسلامي امارت هم په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.»

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند هم څرګندوي:«د افغانستان بانک د افغانستان د بیارغونې صندوق او نړۍوال بانک د خوراکي توکو د چمتووالي او روغتیايي خدمتونو او د افغانستان د خلکو د معیشیت په برخه کې له پرېکړې هر کوي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو یو شمیر شنونکي په دې اند دي چې له افغانستان سره د نړیوال بانک او مرستندویه بنسټونو مرستې کولای شي د لنډې مودې لپاره اغیزناکې وي.

د اقتصادي چارو کارپوه آذرخش حافظي وايي:«په اوسنیو کړکېچنو شرایطو کې چې کابو ټول ټولنیز خدمتونه په ټپه درېدلي دي او د نړۍوالې ټولنې له هغې ډلې د نړۍوال بانک مرستې کولای شي اغېزناکې وي.»

تر دې مخکې هم نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالري بسته ځانګړې کړې وه او د مرستندویه بنسټونو له خوا پر افغانانو وویشل شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه