د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هوايي دهلیزونو له لاري د الوتنو نشتوالي، د افغانستان جلغوزیو صادرات کم کړي دي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی زیاتوي، اوسمهال اسلامي امارت له هېواده بهر د جلغوزیو د لېږد په برخه کې سوداګرو ته سبسایډي نه ورکوي.
ښاغلی الکوزی زیاتوي: «لکه بده مرغه اوس د افغانستان ډېری جلوزي پاکستان ته تللي، د هوايي دهلیزونو له لارې صادرات بند دي، خو موږ هڅه کوو چې د هوايي دهلیزونو له لارې صادرات بیا پیل شي.»
په چین کې یو افغان سوداګر وایي، د افغانستان جلغوزیو ته د چین تقاضا ډېره شوې ده.
سلمان رها زیاتوي: «د کارګو لګښت دولت ورکاوه، سبسایډي یې په نظر کې نیولې وه، له بده مرغه تېر کال دا زمینه برابره نهشوه او د جلغوزیو بیه لوړه تمامېږي او زموږ سوداګر نهشي کولای له پاکستاني سوداګرو سره سیالي وکړي.»
یو بل سوداګر محبوب محمدي وايي: «سږ کال د یوې صادراتي برنامې او هېوادونو تر منځ نشتوالی او بانکي ستونزې ستر دلالیل چې موږ و نهشول کولای په منظم ډول صادرات ولرو.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له بېلابېلو ولایتونو څخه له ۲۰ ټنو زیات جلغوزي تر لاسه شوي چې تر اوسه یې ۵۵۰۰ ټنه د هوايي دهلیزونو له لارې صادر شوي دي.
په دې اړه مو اندونه