Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روان زیږدیز کال په پنځو میاشتو کې څه باندې ۲ زره ټنه جلغوزې صادرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د روان زیږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ۲۳ مېلیون ډالرو په ارزښت، څه باندې دوه زره ټنه ځلغوزې له هېواده بهر ته صادرې شوې دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د افغانستان جلغوزې تر ډېره چین، پاکستان، هند، اېټالیا،  متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې زر ټنه جلغوزې د هوايي دهلیزونو له لارې صادر شوې دي.

ښاغلي جواد په دې هکله زیاته کړه:«د ځمکې او هوايي دهلیزونو له لارې مو د ۲۱۰۰ ټنو جلغوزو صادرات درلودل چې د هغه ارزښت کابو ۲۳ مېلیونه ډالره کېږي چې چین، پاکستان، هند، اېټالیا، متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو ته صادر شوي دي.»

بل سوداګر محبوب الله محمدي هم وویل:«د یوه منظم صادراتي پروګرام په شتون کې او په هوايي دګرونو کې د منظمو سړو خونو نشتوالی او همدارنګه اصلي ستونزه له افغانستانه چین ته د کارګو بیه ده.» 

بل خوا، ځينې سوداګر وایي د منظم پروګرام نشتوالی او د جلغوزو د ساتلو لپاره په هوايي ډګرونو کې د سړو خونو نشتوالی د دوی له سترو ننګونو شمېرل کېږي. 
 
سوداګر زلمی عظیمي په دې هلکه طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ له اسلامي امارته غواړو چې د ځمکې له لارې اروپايي هېوادونو ته د جلغوزو د لېږد زمینه برابره کړي.»

په چین کې افغان سوداګر سلمان رها څرګندوي:«له بده مرغه هغه ننګونه چې شتون لري ټرانسپورټي لار ده چې د افغانستان وچه مېوه او نور محصولاتي توکي ډېری وخت له نورو هېوادونو ټرانزیټ کېږي چې د لارو په اوږدو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي او جنس په وخت موخې ته نه رسېږي.»

بل خوا د اقتصادي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي، چې له هېواده بهر ته د ځلغوزو د صادراتو زیاتېدل د هېواد د عوایدو په زیاتېدو کې مهم رول لري.

د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر طلوع‌نیوز ته وویل:«د صادراتو زیاتوالی هېواد ته د اسعارو د داخلېدو زیاتوالی دی، د اسعارو راتګ چې په هره کچه زیاتوالی پیدا کړي په هماغه اندازه د مبادلې د بیې پر ثبات او د نرخونو پر ثبات خپله اغېزه کولای شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي څرګندوي:«له دې مخکې د دې پروسس په نورو هېوادونو کې کېده؛ خو له نېکه مرغه اوس دننه په هېواد کې د پروسس کارخونې لرو.»
 
د ځلغوزو د ټولنې د شمېرو له مخې، په روان کال کې د افغانستان د ځلغوزو محصولات څه باندې ۱۰ ټنو ته رسېږي، چې ډېری دغه محصولات له خوست او پکتیا ولایتونو ترلاسه کېږي.

ځينې سوداګر وایي د منظم پروګرام نشتوالی او د جلغوزو د ساتلو لپاره په هوايي ډګرونو کې د سړو خونو نشتوالی د دوی له سترو ننګونو شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه