Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان اقتصادي کړکېچ؛ تېر یوه کال کې درې سترې غونډې جوړې شوې

په تېر کال کې د افغانستان د اقتصادي کړکېچ د حل په اړه درې سترې نړیوالې غونډې جوړې شوې دي. له دې منځه د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د غونډې تنظیموونکو پرېکړه وکړه چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لپاره یو بشري صندوق جوړ کړي.

ملګرو ملتونو هم له افغانستان سره په مجازي ډول د بشري مرستو د راټولولو په موخه غونډه جوړه کړې وه، چې په ترڅ کې يې مرستندويو هېوادونو له افغانستان سره له دوه مېليارده ډالرو د زياتې مرستې ژمنه وکړه.

په دغو درې غونډو کې نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره د اته مېلیارد ډالرو مرستو ژمنه کړې ده، چې له دې منځه تر اوسه یو مېلیارد ډالره افغنستان ته رسېدلي دي.
د مرسته شویو پیسو یوه برخه په افغانستان کې د مرستندویو بنسټونو له لارې لګول شوي دي، چې د اقتصادي چارو د شنونکو په باور د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له کموالي سره یې مرسته نه ده کړې.
  
د اقتصادي چارو شنونکی دریا خان بهیر وايي:«په تېر یوه کال کې د نړۍوالې ټولنې مرستې خپله اغېزه نه لرله په دې دلیل لومړی د دغو مرستو اندازه کمه ده او دویم دا چې پیسې په داسې ځایونو کې ولګول شوې چې له اقتصادي پلوه یې اغېزه نه ده لرلې.»

د اسلامي همکاریو سازمان د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډه د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په نهمه په اسلام آباد کې وکړه،چې په دې غونده کې د افغانستان، اقتصادي، سیاسي او بشري وضعیت و ارزول شو.

د دې غونډې په مسوده کې د اسلامي همکاریو د سازمان غړو هېوادونو پرېکړه وکړه،چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د بشري مرستو یو صندوق جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څرګنده کړه:«په دې غونډه کې هوکړه وشوه، چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره یو صندوق جوړشي. موږ هوکړه وکړه چې د افغانستان خلکو ته د خوراکي امنیت پروګرام پېل کړو. موږ په ګډه احساسوو چې بانکي او مالي چېنلونه پرانېزو.»

تر ټولو لویه مالي ژمنه، د ملګرو ملتونو په هغې غونډه کې وشوه چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د راټولولو په موخه د بریتانیا، جرمني او قطر په کوربتوب په آنلاین بڼه د ۱۴۰۱ کال د وري په دولسمه جوړه شوه.

په دې آنلاین غونډه کې یو څلویښتو هېوادونو او سازمانونو ګډون کړی و او دغو هېوادونو  له افغانستان سره د دوه اعشاریه څلور څلویښت میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرش وویل:«د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی، په دغه هېواد کې نغدې پېسې ډېرې کمې دي، نوي سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.»

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ارګ په لومړي ځل د افغانستان د اقتصادي غونډې کوربه و. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمشني ځانګړې استازې وویل،چې د دغه سازمان ملاتړ ته یې یو پلان وړاندې کړی دی،چې پر بنسټ به یې افغانستان ته ۸۰ مېلیارد ډالره برابر کړای شي.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ډیبرا لاینز څرګنده کړه:«موږ وکړای شول، اجازه ولرو چې د نغدو پیسو واردات او انډول وساتو. د تېرکال په ډسمبر میاشت کې موږ وتوانېدو، چې افغانستان ته ۱۲۰ میلیونه ډالره ولېږو. دغه میاشت مو هم ۳۲ میلیون ډالره ولېږل. موږ هیله من یو چې دغه بهیر تر هغه مهاله دوام ومومي،چې د بانکونو سسټونه او د افغانستان  بانک د ښه فعالیت جوګه ګرځي.»

په وروستي یوه کال کې امریکا متحده ایالتونو هم  له افغانستان سره د یو ملیارد ډالرو په ارزښت د نغدو پیسو مرسته کړې ده،چې د افغانۍ د ثبات په ساتلو کې اغېزناکه پرېوتې ده.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي:«موږ د بشري مرستو په برخه کې له اګست میاشتې راهیسې افغانستان ته نږدې یو مېلیارد ډالر برابر کړي دي موږ اووه نړۍوال لیسانسونه تصویب کړي دي، د دغه کار موخه له مرستندیو ادارو سره د دې لپاره د اړیکو ټینګول وو، چې د ملګرو ملتونو او امریکا بندیزونه یې فعالیتونه محدود نه کړي.»

د خوړو د نړۍوال پروګرام په ترټولو تازه رپوټ کې راغلي دي چې د نړۍ په کچه په افغانستان کې د ناکافي خوړو کچه لوړه ده او دوه نوي سلنه کورنۍ د خپلو خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ  دي.

د خوړو د نړۍوال  پروګرام د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې خلکو ته په کافي اندازه خواړه نه رسیږي،چې دوه نوي سلنه کورنۍ د خپلو خوړو په برابرولو  کې له ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه