Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو وزارت د ډبرو سکرو د صادرولو په اړه هندي او چینايي پلاوو سره خبرې کړي

اوس د افغانستان د ډبرو د سکرو تر ټولو لوی پېرېدونکی هېواد پاکستان دی، خو کابل د ډبرو د سکرو د نویو بازارونو د موندلو په لټه کې دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د هند او چین پلاوو څو ځلي د دې وزارت له مسوولانو سره خبرې کړې او دواړو هېوادونو ته د افغانستان د ډبرو د سکرو د صادراتو لپاره د تر ټولو نږدې لارې د پیدا کولو هڅې روانې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان په‌دې اړه وايي: «چینايي پلاوي ډېر راغلي او هغوی غواړي چې یوه لاره جوړه کړي چې ډېر خطر په‌کې نه‌وي او اسانه لارې وي. هغوي هڅه کوي د بدخشان له لارې وشي، خو هلته موږ سرک نه‌لرو، تر هغه وخته چې سرک جوړېږي کېدې شي هغوي نورې لارې ومومي دا د چاه بهار له لارې هم کېدې شي.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د ډبرو سکرو کانونو سلګونه هېوادوالو ته د کار لاره اواره کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «اوس‌مهال چې له څه باندې لسو تر پنځلسو پورې کاروبار خلکو ته پیدا شوی، له ډبرو سکرو او زموږ له صادراتو دی.»

بل‌خوا د سټنډرډ ملي اداره هم پر داسې یوې کړنلارې کار کوي چې پر بنسټ یې تمه کېږي په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د ډبرو د سکرو د اعتبار په موخه یو لابراتوار فعال کړي.

د سټنډرډ د ملي ادارې ویاند عاشق الله وزیری وايي: «غواړو چې د ډبرو سکرو لابراتوار فعاله کړو. موږ تثبیتوو چې زموږ د ډبرو سکاره څومره څومره لوړ کیفیت لري. له همدې لارې په نړیولو بازارونو کې زموږ د ډبرو سکرو منل شوې لوړه کچه تصدیقېږي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت شمېرې ښيي چې د ډبرو د سکرو د تعرفې له زیاتېدو وروسته پاکستان ته د  سکرو صادرات کم شوي دي او اوس‌مهال په ورځ کې د هېواد تر پنځه زره ټنه پورې د ډبرو سکاره پاکستان ته واردېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه