د مالیې وزارت وايي چې سږکال د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا د هېوادونو د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ کچه درې برابره شوې ده.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، اسلامي امارت له دې اړخه ښه عاید ترلاسه کړی دی.
د مالیې وزارت شمېرې ښيي چې له یوه کال راهیسې، څه د پاسه ۵۷ زره ټرانزیټي جوپې د افغانستان له لارې لېږدول شوې دي.
د مالیې وزارت وايي ډېری دا توکي له منځنۍ او سوېلي اسیا په تېره بیا، هند، پاکستان، قزاقستان او ایران څخه د افغانستان له لارې لېږدول شوي دي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل:«زموږ ټرانزیټ ډېر لوړی شوی دی کرار کرار افغانستان د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا ترمنځ د نښلون ټکی ګرځي ځکه هغه اړینې اسانتیاوې چې ورته اړتیا وه موږ ورته برابرې کړې دي.»
اقتصاد وزارت په دې باور دی چې د افغانستان له لارې د ټرانزیټ زیاتوالی، د هېواد په ناخالص تولید کې مهم رول لري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګنده کړه:«د ټرانزیټ او سوداګرۍ زیاتوالی د دندې په رامنځته کولو، د اقتصاد ودې او زموږ د ملي ناخالص تولید په زیاتوالي کې مهم رول لري.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د اوکراین له جګړې وروسته، د سوېلي اسیا ډېری هېوادونه انرژي او خوراکي توکي د افغانستان له لارې لېږدوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«په ټول کې پاکستان ته نه یوازې ذغال بلکې پخته هم له منځنۍ اسیا لېږدول کېږي، بوره، غوړي، وریجې، سبزۍ، مېوې له پاکستان څخه منځنۍ اسیا ته لېږدول کېږي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان له لارې د ټرانزیټ د زیاتوالي لامل، په سیمه کې د سوداګریزو محدودیتونو لرې کول بولي او په دې باور دي چې په سیمه کې سوداګریزې آسانتیاوې زیاتې شوې دي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد آصف ننګ څرګندوي:«د اوکراین جګړه د دې لامل شوه چې خوړو ته اړتیا ډېره شي او له کورونا وروسته اقتصاد، کمزوری اقتصاد دی او پر ارزانې او پرېمانې سوداګرۍ متکي دی.»
د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان په تېر یوه کال کې د منځنۍ او سوېلي آسیا هېوادونو ته د ۱۳۸ مېلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لرلي چې د تېرو کلونو په پرتله کابو ۷۰ مېلیارد ډالره زیاتوالی ښيي.
په دې اړه مو اندونه